Homeخبرونهبغلان کې ۳۲۸ زېرمې او سړې خونې جوړې شوې

بغلان کې ۳۲۸ زېرمې او سړې خونې جوړې شوې

تاند ( یکشنبه، د حمل ۱۵)  د بغلان د کرنې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ٣٢٨زېرمې او سړې خونې جوړې شوې دي.

د بغلان د کرنې رياست د ترويج لوى مدير عبدالمحمود غفوري ويلي چې په دغه ولایت کې د ٣٢٨زېرمو په جوړولو سره د زراعتي محصولاتو د ساتنې لپاره د زېرمو د نشتوالي له پلوه د بغلان د بزګرانو ستونزې هوارې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه سړې خونې او زېرمې د کرنې د ودې او پراختيا او د بزګرانو او بڼوالو د مالي بنسټ د پياوړتيا په مقصد جوړې شوي دي.

د غفوري په خبره، د دغو زېرمو له ډلې ١٠٠‎زېرمې د الوګانو ٢٠٠ زېرمې د پيازو او ٢٨ سړې خونې د بڼوالو د مېوو د ساتنې لپاره دي چې د بغلان په مرکز پلخمري ښار او ١٣ ولسواليو کې جوړې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو ١٦٦ ميليونه افغانۍ لګول شوي چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت له بودجې څخه ورکړل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...