پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+اینسایټ په مریخ کې زورورې زلزلې ثبت کړې

اینسایټ په مریخ کې زورورې زلزلې ثبت کړې

تاند(دوشنبه، د حمل ۱۶) د ناسا اینسایټ ستور بیړۍ یا لنډر په مریخ کې دوې زورورې زلزلې ثبت کړي چې د مځکې زلزلو ته ورته والی لري.

اینسایټ لنډر په ۲۰۱۸ م کال مریخ ته واستول شو او د روان کال په مارچ میاشت کې یې پر دې سرې سیارې د دوو زلزلو څرک ولګاوه.

پر مریخ د زلزلو په اړه د اینسایټ معلومات د ناسا له څېړونکو سره د دې سیارې د جیوسفیر په اړه له پوهېدو سره مرسته کوي.

دا معلومات ښيي چې د مریخ (Cerberus Fossae) سیمه د لړزې له نظره فعاله ده.

د مارچ په ۷ او ۸ مه د ثبت شویو زلزلو شدت د ریښتر په حساب ۳.۲ او ۳.۱ و.

اینسایټ تر دې مخکې پر مریخ د خپل ۳ کلن ماموریت په لړ کې شاوخوا ۵۰۰ کمزورې زلزلې ثبت کړي دي.

د پاریس د (فزیک دي ګلوب انستیتیوت) څېړونکی تیاچي کاوامورا وايي، د مریخ زلزلې دوه ډوله دي، یو ډول یې د مځکې زلزلې ته ورته دي او بل یې د سپوږمۍ هغې ته.

اینسایټ د ناسا لومړنی لنډر دی چې راز راز وسایل پکې نصب دي او د دې سیارې له ژورو څخه معلومات راټولولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب