Homeخبرونهچین له افغان سولې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي

چین له افغان سولې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي

تاند (دوشنبه د حمل ۱۶) چین له افغانستان سره د اقتصادي او امنیتي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

په کابل کې د چین سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره لیده کاته کړي او د ترکیې پر راتلونکي کنفرانس یې چې ټاکل شوې د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ په استانبول کې جوړ شي خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د چین د سفیر وانګ له قوله راغلي، افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او دوی له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته ادامه ورکوي.

بیان زیاتوي ښاغلي اتمر په دې لیدنه کې وویل چې له افغان سولې سره د چین همکاري مهمه ده او چین کولی شي چې د سولې په تړاو سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اتمر ټینګار کړی چې افغانستان ته د سولې راتګ د ټولې سیمې په ګټه دی او دلته به د دایمي ثبات او اقتصادي ودې سبب شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...