سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهافغان او امریکايي دیپلوماتان: د ترکیې غونډه حللار موندلی شي

افغان او امریکايي دیپلوماتان: د ترکیې غونډه حللار موندلی شي

تاند (دوشنبه د حمل ۱۶) افغان او امریکایي ديپلوماتانو د افغان سولې په هکله د ترکیې پر جوړېدونکې غونډې او سولې خبرې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره پر افغان سولې او په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس په هکله خبرې وکړې.

په اعلامیه کې راغلي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او تمه یې وښودله چې د استانبول غونډه په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودلی شي.

سرچینه زیاتوي محمد حنیف اتمر د افغان سولې په هکله د مسکو کنفرانس او دغه راز له سولې د اسیا زړه هېوادونو ملاتړ خورا مهم وباله او تمه یې وښوده چې د سیمې د هېوادونو په همکارۍ افغان جګړه پای ته ورسول شي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس امریکایي او افغان لوري د اړیکو پر پراختیا، د ترکیې د غونډې پر اجنډا او دوه اړخیزو همکاریو هم بحثونه او خبرې وکړې.

ټاکل شوې په ترکیه کې د افغان سولې په هکله کنفرانس د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني به له طالبانو سره د سولې لپاره د ترکیې په غونډه کې د سولې د لارې درې پړاویزه نقشه وړاندې کړي.

رویټرز خبري اژانس ادعا کوي چې د افغانستان د ولسمشر د سولې طرحه یې لیدلې ده چې د هغې پر اساس، تر انتخاباتو مخکې د اوربند غوښتنه شوې ده.

ولسمشر غني د ترکیې کنفرانس ته د سولې ۳ پړاویزه طرحه وړاندې کوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب