یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهلغمان کې نیول شوی ټپي واورین پړانګ کابل ته ولېږدول شو

لغمان کې نیول شوی ټپي واورین پړانګ کابل ته ولېږدول شو

تاند ( دوشنبه، د حمل ۱۶) د لغمان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، چې د دې ولایت په الینګار ولسوالۍ کې نیول شوی ټپي واورین پړانګ د ښې درملنې لپارهکابل ته ولېږدول شو.

د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد جمیل خوشحال وایي، دا واورین پړانګ تېره میاشت  د الینګار ولسوالۍ اړوند ساو دره سیمه کې د خلکو له لوري نیول شوی وو.

په ورته مهال د لغمان ولایت مرستیاله برېښنا ساپۍ وایي، یاد واورین پړانګ چې یوه پښه یې ټپي شوې په مرکز کابل کې به تر درملنې لاندې ونیول شي.

د معلوماتو له مخې واورین پړانګ د افغانستان یو له کم پيدا کېدونکو وحشي حیواناتو شمېرل کېږي، چې ډیری یي د پامیر او همالیا په غرونو کې ژوند کوي.

د یادونې ده چې تېره اونۍ د دې واورین پړانګ د ښکار او خوشې کولو موضوع د سيمې د اوسېدونکو او مسوولينو تر منځ ناندرۍ هم راپورته کړې وې.

ښکار کوونکو له مسوولو چارواکو يوه مشروطه غوښتنه هم کړې وه، خو هغه مهال سیمه ییزو چارواکو ویلي وو چې دوی قانون نقض کړی دی.

د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د” ساو درې” یو شمېر اوسېدونکو ویلي وو، چې یاد پړانګ د دوی ۳۵ وزې «بيزې« خوړلي او حکومت باید دوی ته تاوان ورکړي.

خو هغه مهال د لغمان ولایت د چاپيریال ساتنې ادارې رئیس احمد جاوېد نوري ویلي وو چې په دې اړه يې له خلکو سره خبرې کړي او ستونزه یې حل کړې ده.

هغه زیاته کړې وه: « موږ به ستونزه حل کړو، خو نه د پړانګ د خلاصون په بدل کې، ځکه که موږ پړانګ د غرامت په بدل کې ازاد کړو، خلک به ښکار ته وهڅېږي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب