جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل کې چاودنې څلورو سرتېرو ته مرګ‌ ژوبله اړولې

کابل کې چاودنې څلورو سرتېرو ته مرګ‌ ژوبله اړولې

تاند(یکشنبه، د حمل ۱۵) د کابل پولیس وایي، نن سهار د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ملي اردو پر رنجر موټر چاودنه وشوه چې له کبله یې یو پولیس ووژل شو او درې نور ټپیان شول.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز له رسنیو سره په خبرو کې ویلي،  دغه چاودنه نن سهار د کابل په پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي اردو پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه.

نوموړي ویلي، په دې چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شول.

د یادې پېښې مسوولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

په دې وروستیو څو ورځو کې په کابل ښار کې د تېرو میاشتو په پرتله امنیتي وضعیت ښه والی موندلی و خو له څه مودې را وروسته دا لومړی ځل دی چې په کابل کې د سړک غاړې ماین چاودنه کېږي او مرګ‌ ژوبله اړوي.

کابل ښاریان په امنیتي مسولینو نیوکه کوي او د امنیت په راوستلو کې یې په ناغیړۍ تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب