چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان له افغانستانه په سوداګریزه برخه کې مرسته غوښتې

پاکستان له افغانستانه په سوداګریزه برخه کې مرسته غوښتې

تاند ( شنبه، د حمل ۱۵) د پاکستان سوداګرۍ او پانګونې خونې له حکومت غوښتي، چې افغانستان او د مرکزي آسیا هېوادونو سره سوداګريزې اړیکې پیاوړې او د سوداګري کچه لوړه کړي.

یادې خونې له افغانستان هم غوښتي چې سوداګرو ته اجازه ورکړي څو د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا هېوادونو ته خپل سوداګریز توکي ولېږدوي.

پاکستان داسې مهال د سوداګریزو اړیکو پر ښه کېدو ټینګار کوي چې څه موده وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدراسیون هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

افغانستان د سوداګرۍ خونو فدراسیون ویلي وو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ یا “اپټا” هوکړه د دواړو هېوادونو د سیاسي ستونزو تر اغیز لاندې ده.

د سوداګرۍ خونو د فدراسیون مرستیال خان جان الکوزي هغه مهال ویلي وو چې د اپټا تړون کې د خنډونو له امله د افغانستان او پاکستان سوداګري له دریو میلیاردو یو میلیارد ته کمه شوې ده.

افغان سوداګر وایي، پاکستان تل له سوداګریزو اړیکو په سیاسي برخه کې ګټه اخلي او همدا لامل دی چې وخت ناوخته په دې برخه کې ستونزې رامنځته کېږي.

دوی هيله لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به سوداګریزې اړیکې پياوړې کېږي او بیابه دوی له ستونزو سره نه مخ کېږي او نه به هم دوی ته زیان اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب