یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمقالېاقتصادد کمال خان بند اقتصادي ګټې اوارزښت

د کمال خان بند اقتصادي ګټې اوارزښت

لیکوال: استاد عبدالله واحدیار 

د افغانستان په اړه راتلونکي بحثونه په څلورو مهمو مسلو څرخیږی: خاوره، اوبه، کانونه او ځنګلونه که د افغانستان حکومت وکولی شي چې پورته ‌‌‌ذکرشوي څلور مهم مسایل ترخپل چترلاندې راولي او د خپلو راتلونکو پلانونو محراق وګرځوي؛ نو په دې کې شک نشته چې هیواد به مو بسیااود سیمې هېوادونو سیال شي. د کمال خان بند چې په دې وروستیو کې د هېواد د جمهور رئیس محمد اشرف غني له افتتاح شو یوله هغو بندونو څخه دی چې د افغانستان خلکو یې له ډیرې اوږدې مودې راهیسې د جوړېدو انتظار ایسته چې بلاخره زموږ د خلکو دغه هیله اوارمان پوره شو او له امنیتي ګواښونو سره سره په درې پړاونو کې بشپړ شو. د افغانستان خلکو د دغه بند د پرانیستلو تود هرکلی وکړ اوهغه یې دیو ملي جشن په توګه ونمانځه، د دغه بند د رغولو چارې د محمد داوود خان په وخت کې پلان شوې، خو جنګ جګړو د دغه کار مخه ډب کړه. د بند د بیارغولو لپاره افغان حکومت په دې وروستیو ۱۰ کلونو کې لاس په کار شو؛ لومړی پړاو یې په ۱۳۹۱ او دوهم‌یې په ۱۳۹۴ کال کې بشپړ کړ. وروستی پړاو چې په ۲۰۱۷ کال کې د حکومت د پراختیايي بودجې په شااوخوا ۸۰ میلیونو ډالرو پیل شوي و اوس پای ته ورسید.

‎پخوا به چې کله سېلابونه یا ډېرې اوبه راتللې هغه به مستقیماً د ایران خاورې ته اوښتې. د دغه بند په جوړېدو افغانستان حکومت وکولای شو چې دا اوبه په خپله خاوره کې زېرمه کړي او بیا وروسته چې څومره د هلمند معاهده ده د هغې په اساس ایران ته د اوبو حق ورکړي. له دې څخه علاوه دا بند د سېلابونو په کنټرول کې هم مهم رول لري. تر ټولو مهم دا چې د کمال  بند کولای شي نیمروز ته یو اساسي پرمختګ ورکړي. 

‎ یاد بند د نیمروز ولایت له مرکز زرنج ښارڅخه شااوخو ۹۰ کیلومتره لیرې په چهار برجک ولسوالۍ کې پروت دی دغه بند د ۱۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت په دری فازو کې بشپړ شو چې د۵۲ میلیون مترمکعبه د اوبوذخیره  لری او د کال به ۲۷۸۸میلیون مترمکعب اوبه تنظیم او د نيمروز ولایت په سطحه  د کرهڼي په برخه کې او همدارنګه په نورو ټولنيزو برخو کي د مثبتو تغیيراتو سبب شی .د کمال خان بند په بشپړیدو سره به پنځولویو جوړیدونکو کانالونو ته لکه؛ترکو او قلعه افضل کانال چې ۴۹۷۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي، قلعه فتح کانال چې۳۸۵۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي،شیراباد او امیران کانال چې ۶۰۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبوي، سیخ سار کانال چې ۴۲۶۳۷ هکتاره ځمکه خړوبوي لاره اواره شي. په ټوله کې به کمال خان بند د نيمروز په ولايت کې ۱۷۴ زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي او زرنج ښار ته به د چښاک پاکی اوبه او ۹ میګاواټه برښناتولید او ۶۹۶ زره کسه به په مستقيم او غير مستقيم ډول له ياد بند څخه ګټه تر لاسه کړي.

‎د کمال خان بند ډیره مهمه برخه داده چی د  دې بند په تړلو سره د برق د تولید سربیره ډیره هغه شاړه ځمکه چې مخکې ترې ګټه نه اخیستل کیده خړوبه اوکرنې ته تیاره شي . د افغان حکومت د مسوولینو په وینا په نیږدې راتلونکې کې به نورې ډیرې داسې مهمې پروژې پیل شي چې د اوبو دمهارولو په برخه کی مهم او رغنده رول ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب