یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل کې ۵ زره لیتره شراب نیول شوي

کابل کې ۵ زره لیتره شراب نیول شوي

تاند(یکشنبه، د حمل ۱۵) د کابل پولیس وايي، چې د ۱۶مې حوزې اړوند سیمه کې یې د عملیاتو پر مهال ۵ زره لیتره شراب او ۸۰۰ کیلو ګرامه نشه‌يي توکي نیولي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، پولیسو د دویم‌ ځلي عملیاتو پر مهال بیا تر ۸۰۰ ډېر هیروئین، دوه کیلو ګرامه ډېره ښیښه نیولي ده.

فرامرز زیاته کړې، چې دا نشه‌يي توکي له پغمان ولسوالۍ څخه کابل ښار ته انتقالېدل.

د پولیسو په وینا، چې لومړي عملیات یې د نشه‌يي توکو پر یوه کارخانه وکړل، چې تر ۵ زرو لیترو زیات شراب او نور نشه‌يي توکي یې ونیول.

د کابل ځانګړي پولیس د نشه‌يي توکو پر وړاندې دا عملیات داسې مهال ترسره کوي، چې څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د شراب‌ جوړولو یوې لویې فابریکې رسماً په کار پيل وکړ.

د پاکستان دغې چارې د ګڼو خلکو غبرګونونه راوپارول خو پاکستاني عالم مولانا فضل الرحمن وویل چې پاکستان کې د شرابو تولید د اسلام خلاف عمل نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب