یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د د داعش او طالبانو مهم غړي نیول شوي

ننګرهار کې د د داعش او طالبانو مهم غړي نیول شوي

تاند ( شنبه، د حمل ۱۵ ) ملي امنیت په ننګرهار ولایت کې د داعش وسلوالې ډلې د استخباراتو او هدفي او وژنو د مهم غړي او دغه راز د طالبانو د دریېو غړو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د ملي امنیت صفر دوه قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت، چپرهار ولسوالي په دولت زو سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د چپرهار ولسوالي لپاره د داعش ډلې استخباراتو او هدفي وژنو غړی ژوندی نیول شوی دی.

خبرپاڼه وایي، د نیول شوي کس څخه یو کلاشینکوف، څلور د کلاشینکوف شاجورونه او دوه تفنګچې هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي چې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نیول شوي کس ۲۰۲۰ م کال کې د یو تن ډاکټر عبدالرسول چې مشهور په ګوډ ډاکټر وو، اختطاف کې هم لاس درلوده.

ورته مهال د ننګرهار رسنیو دفتر وايي، د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي کې ملي امنيت له لوري د ضياءالدين او کريم الله په نومونو دوه وسله وال طالبان چې د فراه ولايت اوسيدونکي دي داسې مهال نیول شوي چې له پاکستانه افغانستان ته د تخريبي کړنو په موخه راتلل خو تورخم ښارګوټي کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، يادو کسانو په خپلو اعترافاتو کې ويلي چې حقانيه مدرسه کې يې ديني زده کړې کولې، وروسته وسله والو طالبانو سره يو ځای او تر روزنې وروسته هېواد ته د تخريبي کړنو په موخه را روان شوي و چې موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شول.

درېیم طالب نور اغا چې په منصور مشهور وو هغه مهال نیول شوی چې د داعش په نوم يې له يو ډاکتر څخه د اتيا زره امريکايي ډالرو غوښتنه کوله او دوه ځله يې ياد ډاکتر بمونه ايښي و.

د معلوماتو له مخې، نوموړی چې تر دې وړاندې د يو جرم له امله اووه کاله زنداني شوی و، په زندان کې وسله والو طالبانو سره يو ځای او اوسمهال يې د طالبانو يو قوماندان قاري خالد تر مشرۍ تخريبي کړنې کولې.

داعش ډلې او طالبانو بیا د نیول شویو کسانو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب