یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

د عقیدې دفاع څه معنا؟

د ۱۳۹۴ لمریز کال پیلامه وه. په کابل کې د قرآن مجید د سوځولو په تور د یوې نجلۍ قتل چې فرخنده نومېده، د ټولنې ډېره برخه هکه پکه شوه او د مطالعې د ځینو خاوندانو په ذهنونو کې ژورې پوښتنې راولاړې شوې. دا پوښتنې د ماجرا د بېلابېلو اړخونو په اړه وې. تر هاغې پېښې څو وروځې وروسته، ابن سینا پوهنتون دا لاره هواره کړه چې زه له خپل پوه ملګري جناب ډاکټر امین احمدي سره په ګډه له محصلانو سره په دې اړه خبرې وکړم. ډاکټر احمدي د فرخندې د وژلو د پېښې هستي‌پوهنه راوسپړله. ده وویل چې دا ناورین څرنګه د پېښېدو امکان پیدا کړ. ما د عقیدې د دفاع د مفهوم‌پوهنې په اړه، چې د پېښې توجیه کوونکو او مشروع ګڼونکو مطرح کړې وه، بحث وکړ.

هلته زما بحث دا و چې ځینو کسانو د دې پېښې د خبر په اورېدو سره، بې له دې چې ځان په تکلیف کړي او د موضوع حقیقت معلوم کړي، ولې یې د دې وحشت‌ناکې پېښې د ترسره کوونکو ملاتړ یې وکړ. ما ځینې هغه کلیپونه چې د دې جنایتکارانو په ملاتړ په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي وو، غوږ ونیو چې وپوهېږم دوی څنګه او ولې د یوه لوي جنایت پلوي کوي او په عام محضر کې هغه موجه ښيي. دلته مهم د دوی هغه منطق و چې د بې ګناه وګړو د وینې تویول او د مخالفانو محاکمه کول او د بل وړ فکر کوونکو پانسۍ کول آسانوي. دوی ویل چې دا کار د عقیدې د دفاع لپاره شوی دی او هر کله چې څوک زموږ پر معتقداتو برید وکړي، موږ به له خپل سر او ماله تېر شو او مقابله به یې وکړو.

دا موضوع ځکه مهمه ده چې دغه منطق چې د عقیدې دفاع بلل کېږي، له ډېرو کلونو راهیسې په دې هېواد کې بازار لري او د خلکو ژوند اخلي. څو لسیزې کېږي چې د عقیدې دفاع د مختلفو ډلو لپاره پلمه په لاس ورکړې ده چې خپل فکري مخالفان ووژني. که په دې مُلک کې داسې سیستماتیکه څېړنه او پوهه وای چې پېښې کشف او ثبت کاندي او د قتل او مرګونو پېښې د علت او انګېزې پر اساس ثبت کړي، موږ به لیدلي وای چې د دې هېواد څومره ډېر بدمرغي وګړي د بل وړ فکر کولو په جرم یا تور قتل شوي دي. په ډېرو داسې قتلونو او صحرايي اعدامونو کې چې له یوه ناسم تور پرته هېڅ سند په کې نه و، د بې‌چاره وګړو د وژلو یوازینی توجیه همدا د عقیدې دفاع وه. نن سبا چې د ټکنالوجۍ پرمختګونو د مختلفو نظرونو د مطرح کولو لپاره تر پخوا زیاته لاره هواره کړې ده، د عقیدې دفاع لا هم د فشار د وسیلې په حیث د دغو ډلو په لاس کې ده او دوی په دې پلمه هڅه کوي چې لا هم د پخوا په څېر د اوضاع کنټرول هماغسې ټینګ په خپلو منګولو کې وساتي چې هېڅ متفاوت آواز پورته نه شي او هېڅ ننګونه د دوی د اقتدار په وړاندې پیدا نه شي.

کله چې څوک هڅه کوي چې پر دوی نقد وکړي یا نوې طرحه وړاندې کړي، په تېره بیا هله چې د اوسنیو ناخوالو او فکري او فرهنګي ګډوډیو ریښې وپلټي، او هغه ذهنیتونه کشف کړي چې دا وضعیت ورنه زېږېدلی دی، او دا ذهنیت هم هماغه متاع وي چې دغه ډلې ورباندې فخر کوي، نو دوی به قیامت جوړ کړي. په دې شورماشور او کشمکش کې تر ټولو مهمه وسله د عقیدې دفاع ده. دوی ادعا کوي چې پر اعتقاداتو یې نیوکه، د دوی د اعتقاداتو لوټل دي. په داسې حالتونو کې، ځینې ناخبره او کم علمه وګړي، لکه هماغه کسان چې د فرخندې په قتل کې مو ولیدل او په هره بلوا کې د دې ډلو نوم ورکي سرتېري او زېرمه شوې وسلې دي، د عقیدې د کلمې په اورېدو سره جذباتي شي او هر جرم او جنایت ته چمتو کېږي.

اوس به وګورو چې د عقیدې ماهیت څه دی او د عقیدې د دفاع خبره څه مفهوم لري او کوم وار له مخکې انګېرنې ورسره ملې دي او تر کومه بریده بیا کتنه غواړي. کله چې د چا یا د یوه شي د دفاع خبره کېږي، نو لږ تر لږ دغه وار له مخکې انګېرنې ورسره ملې وي: یو) هغه کس یا شی زیان منونکې وي او ملاتړ یې  په کار دی، دوه) هغه باید شی یا کس وګڼل شي [مادي وجود باید ولري. ژباړن]، درې) باید فیزیکي وي ځکه چې زیان منونکی او ضعیف دی، څلور) د هغه شي مالکیت یا د هغه کس د وکالت خبره باید په منځ کې وي، پنځه) څوک چې پر دې مظلوم کس یا شی حمله کوي، شریر او بد ذاتی دی. په دې حساب د عقیدې دفاع یعنې: عقیده یو شی یا یو کس دی او دغه شی یا کس ته د برید خطر دی، او دا چې هغه پخپله کمزوری دی او خپله دفاع نه شي کولی نو یو څوک باید د هغه ملاتړ او دفاع وکړي، او څوک چې د هغه د دفاع حق یا دنده لري، باید ورسره څه نسبت ولري او دا نسبت د هماغه شي مالکیت ګڼلی شو، یا د هغه کس وکالت او نیابت، او چا چې پر هغه برید کړی دی، شریر خلک دي نو باید چې دفع شي. په بله وینا عقیده لکه یو ناتوانه شی یا رنځور او بې کسه شخص ګڼل کېږي چې د کمزورۍ په وجه د برید خطر له ځانه دفع کولی نه شي، نو هغه کسان چې د دې شي مالکان دي یا د دې کس وکیلان دي حق لري، بلکې دا یې دنده ده چې ملاتړ او دفاع ته یې ور ودانګي. که دې تصویر ته ځیر شو، وبه وینو چې د عقیدې د دفاع تعبیر د یوې سناریو لنډیز دی چې په یوه خوا کې یې شرور وګړي دي چې پر یوه ارزښتمن شي (عقیدې) حمله کوي او په بله خوا کې یې د خیر او فضیلت خاوندان چې د دغه شي دفاع ته راوتلي دي. ښکاره ده چې په دې سناریو کې د فضیلت پلویان پخپله د همدې سناریو جوړوونکي دي او شرور انسانان هغه کسان دي چې د دوی مخالفان دي او نظرونه یې نقدوي.

خو، که داسې انځورګرۍ حقیقت وښودلی شي، کولی شو چې په مقابل کې یې بله سناریو جوړه کړو چې مبنا یې تجارت وي او په کې داسې وانګېرل شي چې ځینې چلبازه کسان بې کیفیته او بې کاره شی تولیدوي او هڅه کوي چې په شور او اعلانونو سره مشتریان وغولوي چې خپل جنس ورباندې وپلوري او د دې لپاره چې رقیبان یې بازار ته ښه جنس رانه وړي، او که یې راوړي وي د دوی مشتریان ځان ته را ونه کاږي، نو پر خپل بې کاره جنس باندې داسې نوم ږدي چې د مشتري خوښېږي او هغه جذبوي، مثلاً عقیده، ایډیالوژي، یا فرهنګ. دوی په مختلفو چلونو سره هڅه کوي چې د مشتریان سترګې د رقیب پر جنس ونه لګېږي، ځکه که داسې وشي نو هغه به د پرتلې فرصت پیدا کړي او په فکر او سنجش سره به دې نتیجې ته ورسېږي چې د لومړۍ ډلې جنس نه یوازې چې ګټه نه لري بلکې همدا مو د دوامدارې بدمرغۍ او فلاکت سبب و. بیا به نه یوازې دا چې سودا به ورنه نه کوي بلکې له دې چلبازو سوداګرو څخه به د تېرو کلونو او لسیزو د زیانونو تاوان هم واخلي. دغه ټګان د دې لپاره چې داسې پېښه هېڅ کله ونه شي، نه پرېږدي چې څوک دې د بل (ښه) جنس نوم لا واخلي، راوړل خو یې لا پرېږده.

البته چې دا فرضي سناریو ده او د سناریو جوړول لمن هم ډېره پراخه ده. هر څوک کولی شي په خپل خوښه داسې تصویر وکاږي چې پخپله په کې ښه او مقابل لوری بد وښيي. خو باید وګورو چې دغه تشبیه‌ګانې د حقیقت له مخې پرده لرې کوي او د حقایقو په پوهېدو کې مرسته کوي که مو سترګې تېر باسي او غلطې لارې ته مو سیخوي. د دې موضوع د لا ښه پوهېدو لپاره باید دا تصویر راوسپړو او وګورو چې د داسې سناریو جوړول سم دي که ناسم.

دا کار له بنیاده غلط دی چې عقیده دې د شي یا کس په توګه انځور شي ځکه عقیده نه په لغوي لحاظ او نه په اصطلاحي لحاظ داسې مفهوم لري او دا مفهوم یوازې په استعاري بڼه کارولی شو. لومړی خو په قرآن او حدیث کې د عقیدې کلمه نشته او مقدسه نه ده، بلکې ډېر وروسته چې مختلف دیني علوم رامنځته شول، دا اصطلاح هم پیدا شوه او د وخت په تېرېدو سره مشهوره شوه. په څه باندې چې قرآن او حدیث ډېر ټینګار کړی دی، هغه ایمان دی او ایمان هم په لغوي لحاظ له عقیدې سره توپیر لري او هم د اصطلاحي تعریف په لحاظ خورا پېچلی دی او عقیدې ته یې راټیټول، په ګڼو نورو نظرونو کې، یوازې نظر دی. دا موضوع په یوازې سر خورا مهمه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب