سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهتورخم دروازه د یوې ورځې لپاره پرانیستل شوه

تورخم دروازه د یوې ورځې لپاره پرانیستل شوه

تاند، شنبه، د ثور ۲۷ مه: د ننګرهار ولایتي ادارې له نن سهار راهیسې د تورخم دروازې د یو طرفه پرانیستې خبر ورکړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تاند ته تاییدوي، چې نن سهار اته بجې یې د تورخم دروازه په پاکستان کې د بند پاتې افغان مسافرو د راستنیدو په موخه پرانیستل شوه.

خوږیاڼی وایي، راستنیدو مسافر لپاره یې بشپړ روغتیایي تدابیر نیولي او  اڼکل کیږي چې نن ورځ به شاوخوا پنځه زره مسافرین د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شي.

تر دې وړاندې په اسلام اباد کې افغان سفير عاطف مشعل ویلي وو چې د تورخم دروازه به د مې میاشتې په ۱۶ مه (شنبه) د یوې ورځې لپاره په پاکستان کې د افغان مسافرو پرمخ پرانستې وي ترڅو هېواد ته ستانه شي.

ښاغلی مشعل ویلي، دا چې د لارې بیا پرانیستل به ستونزمن وي نو ټول هغه مسافر چې په پاکستان کې ایسار پاتې دي او غواړي وطن ته ستانه شي، نو د سبا تګ ته دې ځانونه چمتو او تورخم ته دې ځان ورسوي.

د یادونې ده چې د کرونا وېروس د خپرېدو له وېرې د تورخم او سپین بولدک دروازې د مسافرو پرمخ تړل شوي دي، چې د فرضي کرښې دواړو خواوو ته ولسونه بند پاتې دي.

دوی له دواړه حکومتونو غواړي چې د اختر لپاره دې دوه طرفه دروازه پرانیزي ترڅو دواړه لوري یو بل سره په ګډه اختر تېر کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب