پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهملا عباس: هند افغانستان کې له شلو کالو راهیسې منفي رول لوبولی

ملا عباس: هند افغانستان کې له شلو کالو راهیسې منفي رول لوبولی

تاند، شنبه، د ثور ۲۶مه: د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مرستیال او د مرکچي پلاوي مشر ملا عباس ستانکزی وايي، امریکا د طالب زندانیانو په خوشې کولو کې پاتې راغلې ده.

نوموړي د طالبانو له یوې ویبپاڼې سره په مرکه کې همدا راز ویلي، په هېواد کې د جګړې د دوام یا د افغاني مذاکراتو ځنډ پړه هم د افغان حکومت پر غاړه ده، ځکه په وینا یې چې د بندیانو د تبادلې په مسله کې یې خنډونه جوړ کړل.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان تیار دي، د افغانستان د ټولو اقشارو له استازو سره د بین الافغاني مذاکراتو په مهال خبرې وکړې او د یوه ملي او ټولمنلي حکومت په اړه ورسره وغږېږي، خو د ده له قوله، د کابل ادارې په استازیتوب له هیچا سره خبرو ته تیار نه دي.

ستانکزي ددې تر څنګ له ګاونډیو هیوادونو سره ښو اړیکو درلودلو ته د طالبانو ژمنتیا یاده کړه او ویې ویل، چې هر ګروپ، هره ډله او هر هیواد چې د افغانستان له سولې وروسته د هیواد په بیارغونه کې مرسته کولای شي، دوی یې هرکلی کوي.

د ستانکزي په قول، که د هند حکومت د افغانستان د سولې په پروسه او د نوي افغانستان په رغولو کې مثبت ګامونه اخستل غواړي، دوی یې په نېک ګام شماري، خو د نوموړي په خبره، هند په دې وروستیو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان دننه منفي رول لوبولی او د ملت په ځای یې له یوه فاسد ټولي سره اقتصادي، نظامي او سیاسي اړیکې ساتلي.
نوموړی په داسې حال کې دا خبرې کوي چې تر دې وړاندې یې بل ویاند سهیل شاهین له هند سره د دوستانه اړیکو غوښتنه کړې وه، همدا راز عباس ستانکزي ویلي وو چې امریکا به ورته له افغان حکومت څخه په زوره ۵ زره بندیان راخوشې کړي، چې دې خبرې د بندیانو خوشې کولو موضوع کړکیچنه کړه.
دغه کس ویلي وو چې افغان ملي اردو، پولیس او نورې ادارې به له منځه وړي، چې دغو څرګندونو هم ملاعباس ستانکزی په یو جنجالي کس بدل کړ.

4 COMMENTS

  1. ملا عباس هغه شخص چې د صربيا له ملو سوېچ سره هېڅ توپير نلري۔ په طالب ډرامه کې د ډېر بد کس رول ملا عباس ادا کوي۔

  2. ملا عباس یعنی د دلالانو دلال. دا د پاکستان لپاره په خپلی مور، زنانه او لور هم لوبی کولی شی. تر دی بل کوس فروش، بی ناموسه، مادر خطا او پدر خطا والله که په گرده نری کی پیدا کری. یو متل دی چی وایی له سل خونیانو مه ویریزی خو له یوه کونی ووریزی. دلال عباس کونی مفعول دی. هر کس چی په خپل کورنی، په خپلی خاوری، په خپل ضمیر لوبی کولی شی په بل هر چا یی هم کوی. پاکستان په دی خبره تر تولو دیر پوهیزی یو نه یو وخت به یی د مور په کوس میزی ور تیر کري او د مردار شوی ملا عمر او نورو دلال طالب کونیانو په حال به یي مبتلا کري.

  3. دا سړې هم خپل بادار ته ښه په درز سره خدمت کوې، طالبانو غوښتل چي هند د افغان حکومت نه لاس واخلې او دوي به ورسره ښې اړيکې ولري خو هند د دوۍ له مکارو چلونو نه ښه خبر دۍ او هند ورته په جواب کې وايلې وو چې ښي اړېکې په يو شرط چې د غني حکومت به په رسميت پېژنې کوم چي د پاکستان او ايران او امريکه د خوب خلاف عمل دۍاو طالبان د هند د هغه منفې جواب نه وروسته داسې خبرې کوي٠ هند به د ١٩٩٩ واقع هيره نه وي چې د پاکستان جيش محمد ډلې هندي مسافر تياره د نيپال نه اوتښتوله او په کندهار کې ي کينوله په دي شرط چي هند د دوي سره بند د جيش محمد ترورستې ډلې مشر مسعود اظهر خوشې کي او بيا هم داسې اوسول٠ نو سړي چي د ستانکزي ته هغه وخت ورياد کې چې هند لاس وښنه کوي او که د دوي ناجايز پلار؟

  4. هند نن د یوزر کالونو شرم اوس د پښتنو نه په غچ اخیستو باندی ایسته کوی. د هغوی افراطی هندوان مه هیروی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب