تاند (شنبه- د ثور ۲۷) انسټاګرام خپلو کاروونکو ته اجازه ورکړه چې نور خپلې هغه ویدیوګانې زېرمه کړي چې په ژوندۍ بڼه (لایف) یې خپرې کړي دي.
د انسټاګرام ډېری کاروونکي له خپلو مخاطبانو سره لایف تماس نیسي خو د دوی لایف یا ژوندۍ ویدیوګانې نه پاتې کېدې.
دا د انسټاګرام یو عیب ګڼل کېده ځکه چې د ساتنې یا سټور کولو لپاره یې خوښون (اپشن) نه درلود او ژوندۍ خپرې شوې ویدیوګانې یې له ۲۴ ساعتونو وروسته له منځه تلې. خو سر له پرون (جمعې) څخه د انسټاګرام ویدیوګانې په (IGTV) کې زېرمه کېدای شي.
د انسټاګرام (IGTV) اپلیکېشن د اوږدو ویدیوګانو لپاره دی.
دې خوښون یا اپشن د انسټاګرام د کاروونکو دا ګیله ختمه کړه چې ژوندۍ ویدیوګانې یې له منځه ځي. له دې ایسته د انسټاګرام کاروونکي کولی شي چې تر ډېره وخته خپلې ویدیوګانې ولري.