Homeخبرونهطالبانو بغلان کې د یو قومي مشر په کور برید کړی

طالبانو بغلان کې د یو قومي مشر په کور برید کړی

تاند، شنبه، د ثور ۲۷مه: طالبانو د بغلان پلخمري ښار ته نږدې د یو قومي مشر په کور برید کې لږ تر لږه دوه تنه وژلي او دوه نور یې ژوبل کړي دي.

د بغلان امنیه قومنداني وايي، قومي مشر ملا علم دولت پلوه شخصیت دی او د طالبانو اړوند موټر سایکل سپرو وسله والو یې تېر مازیګر پر کور برید کړیدی.

په دې برید کې پخپله ملا علم ته کوم زیان ندی رسېدلی خو د کور دوه غړي یې ژوبل دي او یو ساتونکی او یو ملکي میلمه وژل شویدی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دغې ډلې په ګڼو ولایتونو کې ورته بریدونه ترسره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....