د ځاني تحول په اړه فکر کول د لوی او لوړ عزم څخه پیلیږي، چې فرد یې له چاپیریالي اغېزه پیلوي، بیا د کورنۍ او ټولنې د تحول خوب په رښتیا د پلي کېدنې ګامونه اخلي.
دا د بشري تاریخ له پاڼو ښکاره ده، کله چې هم کوم کس د داسې ګام اراده کړې یا ورک شوی او یا له ستونزو سره لاس او ګرېوان شوی؛ خو متحرک فکر او د لوړ هوډ درلودونکی فرد بیا د صبر زانګو ته ځان خطا کوي او د ژوند نوي پړاو کې د ایوب (ع) په صبر باندې اتکا کوي او د راتلونکي ټولنیز تحول عزم یې د ذهني چاپیریال درس ګرځي.
دا په دې مانا نه دی، چې د دا ډول فکر کوونکی فرد د ځاني خوشبختۍ لپاره هر څه ځان ته غواړي او کېدای شي زمینه هم ورته مساعده شي؛ خو د ټولنیز فکر د بدلون لپاره له ارامه ژونده د ستونزو غېږې ته ځان ور اچوي؛ ترڅو د ټولنې د سکون شېبې راپیدا کړي. دا د نیکمرغۍ زیری دی، چې نور افراد په دې ډول چاپیریال کې د ژوند تېرولو فرصت پیدا کوي؛ بیا دلته د انساني ارزښتونو غولی په هوارېدو شي. شته او راتلونکي نسل ته هم د امن غږ پورته شي او د راتلونکي نسل د عزم او پیاوړتیا تکل به د عملي کارونو په ترسره کولو کې برملا شي. دا عزم د علم او منطق له لارې ترلاسه کېدای شي، ترڅو له هرې پېښې سره د شعور او استدلال له مخې برخورد وکړي. همدې برخوردونو کې بیا د ټولنې د
راتلونکي عزم هوډ برملا کېږي او ټولنه د علم په زانګو کې نوی چاپیریال د مینې او انسانپالنې له لارو رامنځته کوي. باعزمه انسان بیا بې موخې نه وي. دا ځکه چې فرد په دروني لحاظ روزل کېږي او د لوړې ایډیالوژۍ څښتن کېدل هم له دې ځایه پیلیږي، چې بیا انسان په بیروني او دروني لحاظ د استدلال او منطق په ګاڼو سمبالوي.