تاند، شنبه، د ثور ۲۷مه: امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي له پېښو سره سره د جولای تر میاشتې پورې د خپلو ځواکونو د یوې برخې د ایستلو خبر ورکړیدی.
د امریکا د دفاع وزارت مرستیال جوناتن هافمین ویلي، د جولای تر ۱۵مې به له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې امریکا په افغانستان کې له ۵ مراکزو څخه ووځي او ۵۶۰۰ سرتېري به یې پاتې شي.
د هافمین په خبره امریکا د سولې هوکړې ته ژمنه ده او د هوکړې له مخې د ۲۰۲۱ کال تر لومړنۍ نیمايي پورې باید له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي.
په همدې تړاو د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم خبرونه تایید کړي دي او وايي، دوی تر۱۳۵ ورځو پورې په افغانستان کې د ۸۶۰۰ سرتېرو په پرېښودلو هوکړه کړې ده.
زلمي خلیلزاد وايي، ژر تر ژره به د تاوتریخوالي کمولو اود بندیانو په چټکه تبادله کې د لوریو هڅولو لپاره به سفر پیل کړي.
نوموړي په دې هم ټینګار کړی دی چې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د نوې نېټې په ایښودلوهم کار روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې بهیر په کابل او ننګرهار کې وروستیو بریدونو زیانمن کړی ښکاري او ښکیل لوري یو پر بل تورونه لګوي، چې د سولې مذاکراتو ته یې ګواکې ضربه ورسوله.