دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهروسیه: طالبانو بېرته امارت غوښته، خو له مخالفت سره مخ شول

روسیه: طالبانو بېرته امارت غوښته، خو له مخالفت سره مخ شول

تاند ( پنجشنبه، د حمل ۵)  روسیه وایي، د مسکو غونډه کې د طالب مشرانو مهمه غوښتنه د امارت بېرته راګرځول وو، خو د نورو هېوادونو له مخالفت سره مخ شوه او دا غوښتنه یې رد شوه.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د مسکو غونډه د افغانستان لپاره یوه بریالۍ غونډه وه ځکه په خبره یې مهم هدف یې د دوحې د مذاکراتو په لړ کې د چټکتیا راوستل وو.

د نوموړي په وینا، دوی غوښتل د دوحې بهیر او بین الافغاني مذاکرات چټک شي، ځکه تر هغې مخکې په دوحه کې مذاکرات په ټپه درېدلي وو.

کابلوف ویلي د مسکو غونډه په دې هدف کې بریالۍ وه او دې ته زمینه برابره شوه چې مخالف جهتونه خپلې خبرې وکړي.

ضمیر کابلوف دغه راز وایي چې په غونډه کې د طالبانو مهمه غوښتنه د امارت بېرته راګرځول و، چې د ټولو ګډونوالو له مخالفت سره مخ شوه او له دغه ډلې غوښتل شوي چې د دایمي سولې لپاره په خپل دریځ کې نرمښت راولي او اوربند یا د تاوتریخوالي کمولو ته زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د بروکسل په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي ټاکل شوې چې ډېر ژر په ترکیه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې غونډه وشي.

د نوموړي په خبره، په دې غونډه کې به د طالبانو او افغان حکومت مشران ګډون کوي خو نوموړي دا نه ده واضح کړې چې تر کومې کچې مشران به په دې غونډه کې حاضر وي.

2 COMMENTS

  1. دروسیی دنماینده خبره او داستعمار فیصله ددوحی دتړون په خلاف بیشرمه او غیر اخلاقی کار وو. تاند باید داسی بیشرمی غندلی وای او نور خلک یی په دی مستقیمی مداخلی باندی پوه کړی وای.

  2. ثابت ساب سلام
    داده وګوره چه د تالبانو نزدي ملګري ، د اصلحي سمبالولو او پخواني کمونستانو ته خپلي ګټي ډيري مهمي دي نظر و تالبي امارت ته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب