فارسي ژباړونکی: سید محمد حسیني
پښتو ته اړوونکی: محب الله زغم
د افغانستان په شمال کې هر کال د پسرلي په رارسېدو سره خلک نوروز په داسې جشن سره لمانځي چې د ګل سرخ مېله بلل کېږي. د ګل سرخ مېله چې د حمل د میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي، څلوېښت ورځې غځېږي. په دې وخت کې د مزار شریف او د ورڅېرمه ښارونو خلک زایرانو ته د خپلو کورونو ورونه پرانیزي او هغوی ته ځای، چای او ډوډۍ ورکوي. د ګل سرخ د مېلې له پیلېدو سره هم مهاله په ایران کې د نوروز دودیز جشن هم وي او ورسره جوخته په مزار شریف کې د جنډه بالا یا د شاه مردان په مزار کې د بیرغ د پورته کولو چاره هم ترسره کېږي.
د ګل سرخ د مېلې او د جنډا بالا د اصل او منشې په اړه معلومات لږ دي. خو موږ پوهېږو چې دواړه لرغوني دودونه دي. دا چې د ګل سرخ د مېلې دود اوس مهال یوازې په مزار شریف کې ژوندۍ پاتې ده نو د مطلب او منشې پیدا کول به یې ستونزمن کار وي. په ځینو سرچینو کې په لنډو یاده شوې ده چې د ګل سرخ جشن به شاوخوا سل کاله وړاندې د بخارا له ښاره بهر هم لمانځل کېده. دا په داسې حال کې ده چې روسي قامپوهانو په ۱۹۲۳ میلادي کې په یوه سیمه کې چې اسفره نومېږي، داسې شواهد وموندل چې ګل سرخ ته ورته جشن د «ګل لاله» په نامه د اوزبیکستان په فرغانه کې هم و خو اوس نه لمانځل کېږي او دا دود یوازې په مزار شریف کې پاتې دی.
دغه ټول (د اسفرې، بخارا او مزار شریف) جشنونه له هغو سرو وحشي ګلانو سره تړلي دي چې د ښارونو د څنډو په دښتو او کروندو کې راټوکېږي او دغه درې واړه جشنونه به په مشهورو زیارتونو کې جوړېدل. له دې نه جوتېږي چې ګل سرخ په اصل کې مذهبي جشن و، نه لکه څنګه چې اوس مهال د افغانستان په شمال کې د یوه فرهنګي جشن په توګه لمانځل کېږي. سره له دې چې د بخارا د ګل سرخ د جشن د تشریفاتو په اړه څه نه دي لیکل شوي خو موږ پوهېږو چې په مېله لاله کې به د اسفرې خلکو د د صنوبر د ونو سټې او ان څانګې یې په سرو وحشي ګلونو پسوللې. بیا به یې د ونو سټې په ښار کې ګرځولې او وروسته به یې د سیمې یوه زیارت ته چې سره ګلونه او غاټول به په کې زیات وو، وړلې. د سیمې خلکو باور درلود چې سره ګلونه د هغه سپېڅلي شهید وینه ده چې په هاغه زیارت کې ښخ دی.
د مزار شریف د ګل سرخ مېله هم په دښتو کې د سرو ګلونو له غوړېدو سره اړیکي لري خو دلته د سرو ګلونو په کړیو د ونو د سټو پسولل ډېره موده مخکې هېر شوي دي. خو بیا هم د اوزبیکستان د اسفرې جشن به راسره مرسته وکړي چې پوه شو چې ولې د جنډا بالا مراسم د ګل سرخ مېلې له پیل سره هم مهاله ترسره کېږي. کېدای شي څو پېړۍ د مخه به جنډه هم په سرو ګلونو ښایسته کېدله.
هغه ترانې چې د لاله او ګل سرخ مېلو په ترڅ کې بلل کېږي، د دې جشنونو د احتمالي منشې په اړه ځینې څرکونه په لاس راکوي. «ملا مامد جان» چې د نوي کال تر ټولو مشهوره ترانه ده، د محتوا په لحاظ ظاهراً په ګل سرخ مېلې پورې تړلې روحاني سندره ده. په دې سندره او نورو هغو ترانو کې چې په نوروز کې ویل کېږي، دوه ډوله ګلونه یادېږي: لاله یا غاټول او ګل چې په دې ترانه کې دا ګل د ګلاب معنا لري، نه عام ګل. په ۱۸۶۲ میلادي کال کې د هنګري هېواد یوه پوه، آرمینیوز وامبیري، چې مزار شریف ته یې سفر کړی و، ویلي وو چې په نوروز کې د شاه مردان د مزار چارچاپېره داسې چارباغ وو چې د سرو ګلونو په په زړه پورې ګاڼو پسولل شوي وو. داسې ښکاري چې د سیمې خلکو باور درلود چې د دې مقبرې سره ګلونه کرامات لري. همدارنګه داسې برېښي چې د ګل سرخ مېله په واقعیت کې له دوو ډولو ګلونو سره اړیکه لري: غاټول او ګلاب، حال دا چې د ګل سرخ د عبارت معنا «سور ګلاب» دی.
نو دغه دوه ډوله ګلونه په دې جشن کې څه اهمیت لري؟ بیا هم د «ملا مامد جان» سندره څرکونه په لاس راکوي. سره له دې چې د ګل سرخ مېله د ښادۍ او خوشحالۍ جشن دی خو د ملا مامد جان سندره او هغه ترانه چې د اسفرې په مېله کې ویل کېدله، د بنيآدمانو د مینې عجیبې خبرې یعنې غم او ویر بیانوي. ملا مامد جان په حقیقت کې یوه عاشقانه ترانه ده. افغان توکمپوه ښاغلی صدیق ادعا کوي چې دا ترانه د تیموریانو د پېر له هرات ولایت سره تړاو لري. دا داستان هغه مهال پیل شو چې د دوو کسانو سترګې له لرې سره وجنګېدې او دوی سره مینان شول. بالاخره دوی یو بل ته ورغلل او غېږه یې سره ورکړه خو مینه یې له غم او ویر سره ختمه شوه. «علي شیر خدا … دل ناشاد ما را شاد ګردان» ګواکې په مینانو کې یو تن یې مري یا وژل کېږي «دلم دریای خون ګشته خدا جان – غمم از حد فزون ګشته خدا جان – دردش دوا کن» څنګه کېدای شي چې دغه خبرې دې له داسې جشن سره تړاو ولري چې نن سبا د پسرلي د رارسېدو په خاطر په خوشحالۍ سره لمانځل کېږي؟ د دې پوښتنې ځواب باید د ایران او منځنۍ آسیا په لرغونو دودونو کې ولټوو.
په ارمنستان کې یو پسرلنی جشن د «وارداوار» په نوم شته. دغه لرغونی دودیز جشن له ارمني فرهنګ سره دومره اغږلی و چې د ارمنستان د عیسوي کېدو پر مهال، اورتودوکسې کلیسا د «وا��داوار» پسرلنی جشن د تجلی له عید سره یو ځای کړ. وارداوار د هغو دوو مینانو له لرغونې اسطورې سره تړاو لري چې په مختلفو فرهنګونو کې په مختلفو نومونو یادېږي. په ارمني فرهنګ کې یې نومونه «واهخ او استقیګ»، په رومي او یوناني اسطورو کې «آفرودیته (یا وینوس چې ډېره ښایسته ښځه وه) او آدونیس»، په عربستان او بابل کې «اینانا او دوموزید یا تموز» وو.
د آفرودیتې او آدونیس په افسانه کې، یو یږ آدونیس د ښکار پر مهال ټپي کوي او هغه مري. آفرودیتې د آدونیس مرستې ته وردانګله خو په بېړه کې یې پښه پر سپین ګلاب کېښوده او دا ګل د هغې په وینو سور شو او په سره ګلاب واوښت. آفرودیتې د دې له پاره چې د آدوینس د وینې د راوتلو مخه ونیسي، پر ټپ یې ګبین وپاشل. په هر ځای کې چې د آدونیس د وینو څاڅکي توی شوي وو، هلته وحشي سره ګلان یعنې غاټول راټوکېدل. نو د مینې او سرو ګلابو ترمنځ اړیکه د آفرودیتې او آدونیس په افسانه کې ریښه لري.
په لرغوني لبنان کې د آدونیس جشن له هغه وخت سره هم مهاله لمانځل کېده چې د آدونیس د سیند په دره کې به وحشي غاټول راشنه کېدل. دغه سیند اوس د ابراهیم نهر بلل کېږي.
د اینانا او دوموزید جشن چې افسانه یې غالباً له لرغوني بین النهرین څخه سرچینه اخیستې ده، د کال په پیل کې یعنې هغه مهال چې شپه او ورځ سره برابرېږي، لمانځل کېده. دا جشن چې له نوروز سره هم مهاله و، له ویر او ژړا سره مل و. نو که د ګل سرخ مېله هم له همداسې لرغوني دود څخه راپاتې وي، پر دې پوهېدای شو چې ولې د ملا مامد جان عاشقانه سندره ویر او ژړا ته اشاره کوي او همدارنګه ګل سرخ راته وايي چې دا مشهوره ترانه د منځنۍ آسیا په ژور لرغوني تاریخ کې ريښه لري.
بین النهرین، ارمنستان، باختر او سغد ټول د هخامنشي امپراتورۍ برخې وې او ښايي په هماغه مهال (۵-۷ مخ زېږدي پېړۍ) کې به دا افسانه له بابل څخه ارمنستان، باختر او سغد ته خپره شوې وي. کېدای شي د لوی سکندر په عسکرو او ملکي کسانو کې به ډېرو کسانو د آفرودیتې او آدونیس د مشهورې افسانې مینه وال وو او کله چې سکندر هخامنشي امپراتوري ړنګه کړه، دا افسانه به یې باختر ته راوړې وي.
ښايي ګل سرخ به په باختر او سغد کې د آفرودیتې او آدونیس د افسانې ایراني بڼه وي چې سیاووش او فرنګیس یې مرکزي کرکټرونه دي. دا تراژیدي د فردوسي په شاهنامه کې په څرګنده توګه راغلې ده. پر سیاووش د افراسیاب پر ضد د بغاوت ناروا تور پورې کېږي (افراسیاب د توران پادشاه و چې بلخ او بخارا یې هم په خاوره کې شامل وو) خو هغه قسم کړی و چې هېڅکله به له افراسیاب سره جګړه نه کوي. بالاخره د افراسیاب عسکرو سیاووش یرغمل کړ او وروسته یې دښتې ته یووړ او هلته یې مرۍ پرې کړه. د آدونیس د افسانې غوندې دلته هم چېرته چې د سیاووش وینه تویه شوه، هلته داسې واښه راشنه شول چې د سیاووش وینه بلل کېږي. ویل کېږي چې دا ګل خورا زیات خوشبویه دی او اټکل کولی شو چې رنګ به یې هم سور و. که د پخوانیو مسلمانانو داښتونو ته وګورو، وبه وینو چې په بخارا کې به د نوروز په جشن کې د سیاووش د مړینې یادوونه هم کېدله و ښايي چې په بلخ او نورو ښارونو کې به هم ورته مراسم ترسره کېدل. په دې مراسمو کې به د سیاووش ياد ویرجنې سندرې بلل کېدې او ښځو به د سیاووش له مېرمنې سره د خواخوږۍ په خاطر جامې شکولې او پر مخونو به یې نوکارې لګولې.
داسې ښکاري چې د ګل سرخ مېله به په لرغونو دودونو او د منځني ختیځ په اسطورو کې ریښه ولري او همدرانګه دا مېله د سیاووش د مړینې یاد تازه کوي. دا جشن یوازې د نوروز لمانځنه نه ده بلکې د مینې، سرښندنې، او د یوه داسې اتل داستان هم تداعي کوي چې سر یې تر خپل قسم ځار کړ.