شنبه, جون 15, 2024
Home+څنګه ښه لیکوال کېدای شو؟

څنګه ښه لیکوال کېدای شو؟

لیکوال: حسین قرباني

ژباړه: نازو کمال

لیکوالان معمولاً له دې ډول پوښتنې سره ډېر مخامخېږي، چې آیا ښه لیکوال دی که نه؟ خو په اصل کې ستونزه هغه وخت رامنځ ته کېږي چې د ځان پر وړاندې یې دا ډول شک او وهم د تخریبېدو لامل شي. دا موضوع هر ستر لیکوال ته پېښېدای شي، ځینې کسان یو لیکوال خوښوي، خو د ځینو ښايي هماغه لیکوال هېڅ خوښ نه شي. مګر دا موضوع په دې ډېره ښه ده چې د لیکوال ښه توب او نه ښه توب خلکو پورې اړه لري، ځکه په دې برخه کې یو بشپړ او ټاکلی قانون نه شته؛ نو موږ اړ یو چې لاندې پوښتنې ځواب کړو: 

۱ـ که د ښه لیکوال په نوم څه ونه لرو، نو څه به پېښ شي؟

۲ـ که یواځې اغېزمنې لیکنې ولرو او د ښې او ناسمې لیکنې په نامه څه نه وي؟

۳ـ پر همدې اساس که غواړئ چې بل ځل یو څه ولیکئ، په افکارو او لیکنو کې به مو کوم توپیر راشي؟

 د ښې لیکنې لپاره هېڅ جامع او بشپړ قانون نه شته، بلکې دا افسانوي خبرې دي. هغه فکر چې موږ یې د یوې ښې لیکنې په اړه کوو  یواځې له ځانګړي مخاطب سره د ښه او ګټور ارتباط ټینګول او په سمه توګه د خپل پیغام رسول دي او چې څومره ژر پر دې موضوع وپوهېږو هغومره به پر خپل کار بر لاسي شو، نو د ښې یا ناسمې لیکوالۍ په نامه څه نه لرو. یواځې هڅه وکړئ چې اغېزمن لیکوال شئ.

څرنګه پر اغېزمن لیکوال بدلېدای شو؟ په دې برخه کې شپږ ټکي څرګندوو:

۱ـ مطالعه وکړئ: ښه لیکوال ډېره مطالعه کوي، په اغېزمنو لیکنو کې کلمې، لکه په رګو کې وینه داسې مثال لري، نو د دې لپاره چې د لیکوالۍ مهارت مو لا پیاوړی شي، لیکوال ته له مطالعې پرته بله ارزښتمنه لاره نه شته.

۲ـ یو ایډېټر ولرئ: یو ښه لیکوال په دې پوهېږي چې مرستې ته اړتیا لري، ځکه د لیکوالۍ کار په یواځې ځان نه شي کېدای. تاسې داسې یو چاته اړتیا لرئ چې باور درباندې ولري، ستاسو لیکنې ولولي او نقد یې کړي. ښه ده چې یو مبتدي لیکوال ښه دوست ولري.

۳ـ مفکورې ولیکئ: یو ښه لیکوال تل د تخلیقي توکو د راټولو په حال کې وي. مفکورې هنرمن او لیکوال ته الهام وربخښي. تاسې یو سیستم ته اړتیا لرئ چې دغه مواد په کې ثبت کړئ، هڅه دې وشي تل یوه کتابچه درسره ولرئ او هر فکر مو چې په ذهن کې راګرځي ویې لیکئ.

۴ـ هره ورځ یو څه ولیکئ: که څوک غواړي چې تکړه لیکوال شي؛ نو په دې دې سترګې نه پټوي چې هره ورځ یو څه ولیکي، د ښه لیکوال کېدو لپاره دا چاره اړینه ده. یو لیکوال له تمرینه پرته نه شي کولی چې لوړو مدارجو ته ورسېږي. 

۵ـ بیا ځلې یې ولیکئ: بیا ځلې لیکل د لیکوالۍ مهمه برخه ده چې ستاسې لیکنې په روان او اغېزمن متن بدلوي، دا کار ستونزمن خو ډېر ګټور دی.

۶ـ الهام واخلئ: د دې کار شرح کول سخت دي، خو د لیکوالۍ مرموزه برخه ده. تاسې نه شئ کولی چې په یواځې ځان د خپلې پنځونې او تخلیق مسولیت پر غاړه واخلئ، ښه لیکوال پوهېږي چې څه ډول د خلکو پاملرنه ځان ته را واړوي، په دې هم پوهېږي چې الهام د نوښت لپاره دومره مهم دی؛ لکه ژوندي انسان ته چې سا اخیستل مهم دي.

۷ـ نړۍ ښو لیکوالانو ته اړتیا لري: د بد لیکوال په نامه څه شته؟ موږ ټولو بې اغېزې او تنبل کسان لیدلې دي، دا هم نه وایو چې هڅه مه کوئ. خو تر هغه چې ښو لیکنو پسې ګرځئ دا احساس به ونه کړئ چې په کافي اندازه ښه یاست. یواځینی څه چې اړتیا ورته لرئ دا دی چې اغېزمن اوسئ او لیکنې مو وضاحت ولري ترڅو لوستونکو یا مخاطب سره مناسبه اړیکه ټینګه کړای شي. که دا کار وکړئ لیکوالي به مو هم غوره شي.

https://hoseinghorbani.com.            

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب