جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهکندهارکې د هاوان لګېدو له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهارکې د هاوان لګېدو له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( سه شنبه، د حمل ۳) کندهار کې د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یو شمېر سرچینې وايي، تېره شپه د کندهار ارغنداب ولسوالۍ په مناره سیمه کې د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرمۍ لګېدلي، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د هاوان دغه مرمۍ د حکومتي ځواکونو او که د طالبانو له لورې توغول شوي.

په ورته وخت کې یوه امنیتي سرچینه بیا وایي، چې د یادې ولسوالۍ په مناره سیمه کي پر ملکي سیمو د افغان ځواکونو پر دوه توغول شویو هاوانونو کې ۹ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

سرچینې زیاته کړې دا مرمۍ د استوګنې په دوه کورونولګېدلي، دوه کسان یې وژلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۷ نور ټپیان کړي دي.

د کندهار ولایتي مسوولانو او وسله والو طالبانو تر دې دمه  په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...