تاند (سه شنبه د حمل ۳) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په تېرو دوو میاشتو کې ۴۹ زره افغانان د جګړو له امله له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي دي.
اوچا پرون دوشنبه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، په دغو کسانو کې چې ښځې او ماشومن هم په کې شامل دي په شمال، جنوب، شمال ختیځ او شمال لوېدیځ ولایتونو کې د جګړو له امله بې ځایه شوي دي.
ددې بنسټ د معلوماتو له مخې، د یادو کسانو ۲۰ سلنه یې د پاخه عمر نارینه، ۲۱ سلنه یې ښځې او ۵۹ سلنه یې تر ۱۸ کلنۍ کم عمره ماشومان دي، د جګړو د دوام له امله بیرته خپلو اصلي سیمو ته نه دي ګرځېدلي.
هلمند، کندهار، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس، بلخ، سر پل، سمنګان، تخار، کندز، بدخشان، بغلان، ننګرهار او کونړ هغه ولایتونه دي چې یادې کورنۍ د جګړو له امله ورڅخه بېځایه شوي دي.
په بیان کې دغه راز راغلي چې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو دوو میاشتو کې له ایران څخه هم ۱۵۴زره او له پاکستان څخه ۱۶۰۰ کډوال بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس چې تېره میاشت یې له رسنیو سره شریک کړي ویلي، په ۱۳۹۹ کال کې له ایران، پاکستان، ترکیې او اروپايي هیوادونو څخه ۸ لکه او ۹۵زره افغان کډوال بیرته افغانستان ته ګرځېدلې دي.