پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهملي امنیت شورا: بهرنیان خوندي دي خو افغانان لا هم وژل کېږي

ملي امنیت شورا: بهرنیان خوندي دي خو افغانان لا هم وژل کېږي

تاند ( سه شنبه، د حمل ۳) د ملي امنیت شورا له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ هرکلی کړی دی.

د یادې شورا ویاند رحمت الله اندړ تر نومبر میاشتې په دغه هیواد کې د نړیوالو ځواکونو د احتمالي حضور په اړه خپرو شوو راپورونو ته په غبرګون کې ویلي چې له تروریزم سره د مبارزې برخه کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ هرکلی کوي.

هغه زیاته کړې چې د دوحې تر هوکړې وروسته افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه خوندي دي خو د نوموړي په خبره، اوس هم افغانان وژل کیږي او په دغه هیواد روانه جګړه پر افغان ځواکونو متمرکزه ده.

د اندړ په خبره  اوسمهال تر ۹۰ سلنې ډېر عملیات د افغان ځواکونو له لوري رهبري کېږي او افغان ځواکونه د خپلو خلکو او خاورې ساتنې ته ژمن دي.

د افغانستان ملي امنیت شورا داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تازه د امریکا د استازو جرګې دوو غړو له بایډڼ څخه غوښتنه کړې چې د مې میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې باید خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

د استازو جرګې ډېموکراټې غړې باربرا لي او جمهوري غوښتونکي کین باک ولسمشر بایډن ته په یو لیک کې ویلي،چې د سولې پروسې د ملاتړ له لارې دې افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

په لیک کې راغلي، چې د سرتېرو ایستلو برخه کې د مې میاشتې د لومړۍ نیټې پر ضرب الاجل عمل حیاتي ارزښت لري.

لیک کې دغه راز راغلي، چې تر دې نیټې وروسته له اړتیا پرته په دغه هېواد کې د ځواکونو حضور له خطره خالي نه دی او دا چاره افغانستان کې د سولې او عدالت پر لور پرمختګ هم ګواښي.

د ویلو ده چې بایډن په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې د مې تر لومړۍ نیټې د ټولو سرتېرو د ایستلو پرېکړه سخته ده خو ټینګار یې کړی چې امریکا به تر ډېره په افغانستان کې پاتې نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب