پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار هغو ولسوالیو کې چې داعش په کې پراخ حضور درلود...

د ننګرهار هغو ولسوالیو کې چې داعش په کې پراخ حضور درلود نوي ښوونځي جوړېږي

تاند (سه شنبه د حمل ۳) په ننګرهار کې د سړو سیمو نوی ښوونیز کال (۱۴۰۰ تعلیمي کال) د مسؤلینو له لوري د زنګ په وهلو سره پیل شو.

ددې ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې والي ضیاءالحق امرخېل، د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري او یو شمېر نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

ښاغلي امرخېل وویل چې د سپین غر او اچین ولسوالیو اوسېدونکو د جګړو پر مهال ډېره قرباني ورکړې ده، نو په ۱۴۰۰ کال کې به د نورو برخو تر څنګ ددې ولسوالیو پوهنې ته هم لازمه پاملرنه وشي.

د نوموړي په وینا چې د ننګرهار په سړو سيمو کې ۲۵۰ دولتي او اته خصوصي، ۱۴ کليوالي او ۷ د چټکو زده کړو ښوونځي فعاليت کوي، چې ۱۱۳۹۵۰ زده کوونکو ته په کې ۳۰۵۶ ښوونکو له لورې زده کړې ورکول کیږي.

د والي ضیاءالحق امرخېل په خبره چې روان کال کې به د ولسمشر د ژمنې سره سم په اچين او سپين غر ولسواليو کې ۲۵ نور ښوونځي جوړ کړي.

د یادونې ده چې اچين په ننګرهار کې د اسلامي دولت نومي ډلې داعش د ټوکېدو سيمه ده چې په دې ورستیو کلونو کې یې په کې پراخ حضور درلود، خو د مسؤلینو په خبره چې اوس په کې افغان ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

نازیان، اچین، سپین غر، کوټ، هسکه مېنه او بټي کوټ د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي چې یو وخت په کې د داعش ډلې فعالیتونه کول او د افغانستان د بیرغ پر ځای په کې تور بیرغونه رپېدل.

د سیمې د خلکو په وینا چې دوی په دغه موده کې چې داعش وسله والې ډلې هلته فعالیت کاوه له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو.

په ورته مهال ولسمشر محمد اشرف غني هم نن په کابل کې د نوي ښوونیز کال د پیل په تړاو په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې سږ کال به د زده ‌کوونکو لپاره په ټول افغانستان کې ۱۸۰۰ نور ښوونځي جوړ شي او له ۱۱ زره د زیاتو نویو ښوونکو د ګمارنې خبر هم ورکړ.

د افعانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ تېر ۱۳۹۹ کال کې ۷۳۲ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوې دي او ۶۸۴ نورې بیا تر کار لاندې دي چې ژر به یې رغنیزې چارې بشپړې شي.

ولسمشر هغو ښوونکیو ته چې د اتم او څلورمو بستونو ترمنځ دنده‌ مخ ته وړي، ډاډ ورکړ چې د حمل میاشتې څخه یې معاشونه لوړېږي، خو د کال په منځ کې به ورته ورکړل شي.

د ښاغلي غني په خبره چې روان کال به په پوهنیز نظام کې اصلاحات راځي او تر یوې کچې به هڅه کېږي چې زده کړې او تعلیمي فعالیتونه ډيجټلي شي.

ولسمشر غني: د افغانستان په پوهنیز سیستم کې پراخو اصلاحاتو ته اړتیا ده

په ورته وخت کې د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي هم سږ کال د دې وزارت دننه د پراخو اصلاحاتو خبره کوي او تر خوا یې پر کیفیت له تمرکز خبر ورکوي.

مېرمن حمیدي وايي، سږ کال به یو میلیون نوې ماشومان په ښوونځیو کې زده‌کړې پیل کړي.

د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، تېر ۱۳۹۹ کال کې ۹،۷ میلیون ماشومان ښوونځي ته تلل.

خو له دې ټولو سره سره، د ملګرو ملتونو له زد‌ه‌کړو د ملاتړ ادارې د شمېرو له مخې، لا هم په افغانستان نږدې درې میلیون ماشومان د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ، ښوونځیو ته نه ځي او د پوهنې وزارت وايي د نا امنيو او جګړو پر مهال د لنډ مهالي لپاره  په ځني سيمو کې ښوونځي هم تړلي وي.

سږ کال کې نوی پوهنیز کال داسې مهال پیلېږي چې تېر کال بیا د کرونا وبا له کبله دا بهیر ځنډېدلی و او په ټول هېواد کې ښوونځي تړلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب