پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د افغانستان په پوهنیز سیستم کې پراخو اصلاحاتو ته اړتیا...

ولسمشر غني: د افغانستان په پوهنیز سیستم کې پراخو اصلاحاتو ته اړتیا ده

تاند (سه شنبه د حمل ۳) نوی (۱۴۰۰ تعلیمي کال) نن سه شنبه د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري رسما د زنګ په وهلو سره پیل شو.

ولسمشر غني په همدې مناسبت په کابل کې په جوړو شویو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان په پوهنیز سیستم کې پراخو اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د ښاغلي غني په خبره چې روان کال به په پوهنیز نظام کې اصلاحات راځي او تر یوې کچې به هڅه کېږي چې زده کړې او تعلیمي فعالیتونه ډيجټلي شي.

نوموړي یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د ښوونکو معاشونه به لوړوي او په وینا یې چې دا امر یې د روان کال په منځ کې د اجرا وړ دی.

هغه دغه راز وویل چې زده کړیز بهیر باید پیاوړی کړل شي او زده کوونکي باید د۲۱مې پېړۍ له اړتیاوو سره سم له ښوونځیو فارغ شي.

ولسمشر وویل، «زه مکتب غواړم او هغه سوله غواړم چې ټول افغانان په کې ازاد ژوند وکړي.» او په په راتلونکي کال کې یې په ټول افغانستان کې د ۱۸۰۰ ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو د جوړېدو ژمنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب