جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیاکورنۍ ستونزې اروايي ناروغۍ زیږوي

کورنۍ ستونزې اروايي ناروغۍ زیږوي

تاند ( سې شنبه، د حمل ۳ ) طبي پوهان وایي، د ښځې او خاوند تر منځ سمې او روغې اړیکې د خوشاله ژوند راز دی؛ خو که دا اړیکې سمې ونه اوسي، د وینې د فشار تر څنګ، د ډېرو روغتیايي ستونزو لامل کیږي.

د امریکا د مېشګان پوهنتون طب پوهانو په یوه تازه څیړنه کې موندلي، هغه میړونه او ښځې چې یو له بل سره سمې اړیکې نه لري، پر اروايي ستونزو سربېره، د وینې پر لوړ فشار هم اخته کیدای شي.

څیړنه کې راغلي چې نارینه نسبت خپلې مېرمنې ته ژر پر یادو ناروغیو اخته کیدلای شي.

دوی دا دلیل راوړي، چې نارینه د ښځو پر وړاندې حساس وي.

ژور خفګان، د زړه ناروغۍ او ځینې نور هم د مېرمنې او خاوند له ناسمو اړیکو څخه سرچینه اخلي. خو اوس پوښتنه دا ده چې څنګه دا اړیکې ښې وساتو؟

له میړه/مېرمنې څخه له کچې زیاته تمه مه کوئ. دا چاره اړیکې زیانمنوي.

د تفاهم نشتون هم اړیکې خرابوي. کوښښ وکړئ چې یو او بل درک کړئ.

که غواړی خوشاله او سالمې اړیکې ولری، نو سوله وکړئ او یو بل ته سره تېر شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب