جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د یوې مدني فعالې کور ته لاسي بم ورغورځول شوی

ننګرهار کې د یوې مدني فعالې کور ته لاسي بم ورغورځول شوی

تاند (سه شنبه د حمل ۳) تېره شپه ناوخته د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یوې ښځینه مدني فعالې کور ته لاسي بم ورغورځول شوی.

لیلو افغان چې له تېرو شااوخوا ۲ نیمو کالو راهیسې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیتونه کوي، نامعلومو کسانو یې تیره شپه شااوخوا ۱۲ بجې کور ته لاسي بم غورځولی دی.

لیلو افغان وايي، په دغه پېښه کې دې او د دې کورنۍ ته کوم ځاني زیان نه دی اوښتی، خو د کور ځینې برخې یې زیانمنې شوې دي.

مېرمن افغان په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې ځایي امنیتي ځواکونه یې په وخت لاسنیوي ته ورسېدلي او د پېښې د عاملینو د نیولو ډاډ یې ورکړی دی.

هغه زیاتوي، « دوستانوکوم وخشی مو په کورلاسی بم راواچوه زه او زما ماشومان شکر تر دی دمه ښه دی. کومه دانديښنی خبره نه ده زمونږ امنيتی ځواکونه ډير زر راورسيده ډيره مننه دامنيتی ځواکونو نه.»

لیلو افغان د بټي کوټ ولسوالۍ د سیپایو کلي اوسېدونکې او د ۳ ماشومانو مور ده.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د یادونې ده چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې هم ګڼ شمېر مدني فعالان، خبریالان او ډاکتران په نښه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب