جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د ټولنيز شعور په ويښتيا کې د قلموالو رسالت

د ټولنيز شعور په ويښتيا کې د قلموالو رسالت

ميوند بختيار

د يوې ټولنې د ټولنيز شعور په بيدارۍ کې پر نورو لاملونو سربېره د هماغې ټولنې د قلموالو نقش جوت او ښکاره دی. هر چېرته چې بدلون منځته راغلی دی، بنسټ يې د ټولنې د شعور لوړوالی دی، چې دا بيا پخپله د اهل کتابو د هڅو مرهون ښکاري. په نړۍ کې د لويو بدلونونو بنسټ د ټولنيز شعور پر بيدارۍ تکيه لري. 

د ټولنې د شعور په بيدارۍ کې د قلموالو دنده د وګړو باسواده کول دي، ليک لوست ورښوول دي، له خپل حق څخه د افرادو خبرول دي، مساوات او عدالت ته خلک رابلل دي او… تابو او توتم ماتول دي. دا د قلموالو رسالت دی، چې خپل فکر کولو ته راوبولي، خلک پلټنې ته وهڅوي، په خلکو کې بحثونه رواج شي او حقيقت ته د رسېدو په پار سوالونه مطرح کړي. امجد صاحب وايي:

نور که د ښېګڼې وس دې نه رسي امجده

خلکو ته په ذهن کې سوالونه اچوه

که خپلې ټولنې ته وګورو، په دا شل کلن بهير کې پر نورو لاملونو سربېره د قلموالو هڅې نه هېرېدونکې دي، خلک يې علم و پوهې ته رابللي، خلک يې له نړۍ سره اشنا کړي دي، پر خلکو يې د نورو فرهنګونو خواږه څکلي دي، ژباړې يې کړي دي او له خپلې ټولنې سره يې شريکې کړې دي. د نورو له تجربو څخه يې استفاده کړې ده او راتلونکي افغان انسان ته يې د منزل لار او منډ پرېيښی دی.

که سوشل ميډيا ته وګورو، ليکوالو خلک فکر ته راوبلل، ټولنه له نړۍ سره وتړل شوه، په سوشل ميډيا کې د فکر پر اظهار پابندي نه وه، نو ځکه ځوانانو خپل افکار له نورو سره شريک کړل، بهرنيو هيوادونو ته ولاړل، هورې يې زدکړې وکړې، له نوې نړۍ سره بلد شول او په نړۍليد کې يې توپير راغی. دې ټولو لاملونو لاس سره يو کړ او د پښتني – افغاني ټولنې د شعور کچه تر پخوا څخه لوړه شوه.

همدا اوس که خپل ولس ته وګورو، ځوانان يې ويښ دي، په اسانه نه غلطېږي، حساس دي، ژور فکر او لوړ خيالونه لري. د هيواد د راتلونکي په اړه نظريات لري، د سرنوشت ټاکونکيو پېښو په اړه غلي نه دي ناست، نور که يې هيڅ هم کړي نه وي، شور خو يې ضرور جوړ کړی دی. شور جوړول هم د زورواکو او زورواکي پر ضد درېدل دي. بيا هم د امجد شهزاد صاحب شعر دی:

د زور خلاف مزاحمت ژوند دی

که نور دې وس نه رسي شور جوړ کړه

خدايي خدمتګار پاچاخان د ديموکراسي په اړه وايي:

يو قوم تر څو پورې په اجتماعي يا ټولنيز طور بيدار او منظم نه شي، تر هغې پورې په هاغه کې سياسي شعور هم نه راځي او په کوم قوم کې چې سياسي شعور نه وي، په هاغه کې ديموکراسي نه شي راتللی.

د جګړې ړوند لړم که مړ شي، ليرې نه ده، چې موږ به هم له سيالو ملتونو سره د سيالۍ جوګه شو، د پوهې، ساينس، تخنيک، هنر، ادب، فلسفې او په ټوله کې د فرهنګ په هره برخه کې به توليد ولرو، يوازې سرښوروونکی او مصرفوونکی ملت به نه يو. طبقاتي مبارزه که رنګ راوړي، ټولنه د نېکمرغۍ خواته رهبري کېدلای شي، د شتمن او نېستمن تر منځ که فاصله صفر ته نه شو را نژدې کولای خو پاموړ کمښت پکې راوستلی شو.

خپل ولس ته که وګورو، پخوا هر څه انحصار شوي ول، دين له ملا سره د جومات په تاخ کې پروت وو، سياست له ځانګړي قشر سره بندي وو، د ټولنې کښته طبقه د هنر(په ځانګړې توګه موسيقي) د څراغ پر بلولو محکومه وه، شعر او ادب هم تر خواصو پورې محدود وو. د کلي ملک و ملا په هره قضيه کې سرنوشت ټاکونکي کردارونه وو او د فکر د توليد فابريکې نه اوزار لرل نه کارګر.

خبرې له خبرو پيدا کېږي، حقايق د بحث او ځيرنې له لارې ثابتېږي، بحث او مباحثه زغم رامنځته کوي او زغم د ټولنې د افرادو تر منځ هماهنګي رامنځته کوي او ټولنه د سعادت و نېکمرغۍ خواته رهنمايي کوي.

په کومو ټولنو کې چې افکار سانسور وي، په کومو ټولنو کې چې د مشر و کشر بېځايه احترام واجب وي، په کومو ټولنو کې چې وګړي يې د ماضي پر شرابو نشه وي او… په کومو ټولنو کې چې پوهه تبعيد وي؛ نو ټولنيز شعور به يې کښته او دوی به پر ژمني خوب ويده وي. محمد اکبر اکبر صاحب وايي:

ستوري لاندې نه راځي

بر پسې خيبر يوسئ

د اکبر صاحب د خبرې په ادامه نه ستوري پخپله لاندې راځي او نه به له شعوري هڅو پرته د يوې ټولنې اجتماعي شعور لوړ شي، ځکه دا هڅه او پرمختګ سره لازم و ملزوم دي. ديني نصوص هم د تحرک پلويتوب کوي، که د بخت و تقدير کړه ته څوک کښېني نه به ستوري لاندې راشي او نه به موږ ور وخېژو.

دا د قلموالو رسالت دی، چې خلک له تيارو سره مبارزې ته راوبولي، خلک له خپله زوره خبر کړي، ځکه د خلکو زور د خدای زور دی او د خلکو له اذهانو څخه د ناممکن کلمه ايستل يې کار دی. ښاغلی سعود واي:

هلته له تيارو سره په جنګ يمه

چرته چې د لمر هم رڼا نه رسي

دا قلموال دي، چې په جار(جهر) ناره کوي، چې مرګ حق دی، خو موږ په ناحقه وژل کېږو. دا ليکوال و شاعران دي، چې تل يې د هر جابر پر وړاندې د حق خبره کړې ده، د ښامار تر ژامه لاندې يې لا د ځانځانۍ له ښاماره نقاب ايسته کړی دی او خلک يې له خوبه راويښ کړي دي. قلموالو په هر وړ شرايطو کې د خپل قلم وقار ساتلی دی، سرونه يې غورځېدلي خو قلمونه يې په لاسونو کې ساتلي دي.

ښاغلی سراج احمد حبيبي ليکي: 

زر او زور مې شولو ختم زورور ته

اوس را پاتې يو قلم دی راسره

تاسې پخپله پر تېرو شلو کلونو نظر وځغلوئ، تقريبا په هره برخه کې به محسوس پرمختګ ووينئ، چې دا ټول په شکل د اشکالو د ټولنې د اجتماعي شعور له لوړېدو سره اړيکي لري. نن ورځ مې يو د يوه ځوان فيسبوکي پوسټ کوت، د خپل نژدې تربور پر وړاندې يې احتجاج کړی وو، له هغه يې پوښتنه کړې وه، چې ولې دې د بيت المال پر ځمکه خېټه اچولې ده؟ هغه ځوان ته د خپلوۍ اړيکه د دې سد نه شوه، چې له حق څخه تېر شي او په ښکاره د حق ناره پورته کړي، د خپل ملت حق وغواړي.

تاسو د پښتنو ځوانانو هغه ليکنې تعقيب کړئ، چې پر ټولنيزو شبکو يې خپروي، يوه يې هم له خپل په خټه پښتانه جنګسالار څخه ملاتړ نه دی کړي، يوه يې هم د خپل ټبر د غله او غاصب ملا تړلې نه ده، د هغوی کړنې يې کږلې دي، د هغوی پر کړنو يې نقد کړی دی او د يوويشتمې پېړۍ د مدني انسان غوندې يې د حق ناره پورته کړې ده. له حق څخه يې ملاتړ کړی دی، په وړو دايرو کې يې ځان نه دی ايسار کړی دی، خپل فکر ته يې زولنې نه دي ور اچولې او داسې په سلګونو سدونه يې مات کړي دي او د افغان انسان د ښې راتلونکې پر وړاندې د هر زورور سره مخامخ شوي دي. خوشال نيکه پخوا لا ليکلي وو:

څو دې توان رسي په لوی درياب کې ګرځه

په وياله کې دې زوال وينم نهنګه

د يوويشتمې پېړۍ روڼ اندي افغان ځوان، قلموال او رسنوال د خوشال نيکه د پورتني شعر په تناظر کې د ژوند مسير ټاکلی دی او ځان يې له زوال څخه ژغورلی دی.

د ټولنيز شعور اوسنۍ کچې ته رسېدل څه وړه او اسانه خبره نه ده، ډېرې ککرۍ په دې لار کې قربان شوې، ډېر سرونه له اوږو پرېوتل، ډېرې ګوتې خاورې شوې، ځکه له تيارو سره جګړې ته د مشالونو راوړل څه ساده کار نه وو. د اوسني نسل قلموال او روڼ اندي به بګړۍ کږه تړي، که د افغان انسان د ژوند قافله له سيالو قومونو سره يو ځای شي. يوه خبره بايد وشي، هغه دا چې تر څو پورې د ټولنې د شعور کچه لوړه شوې نه وي، ګوتشمېر کسان که هر څومره خواري وکړي، په ګوښې توګه به څه بدل نه کړي، خو که د ټولنې د شعور لوړتيا ته يې کار ووايه، بيا به ټولنه او افراد په ګډه سره د نېکمرغۍ څوکې فتح کړي.

 کوم شاعر ليکي:

اوس قافلې دې بې خطره درومي

موږه پر لاره مشالونه کښېښوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب