پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد بهرنیو چارو وزارت: د ایران او ترکیې پر پوله د افغان...

د بهرنیو چارو وزارت: د ایران او ترکیې پر پوله د افغان کډوالو څارنه مو پیل کړې

تاند(سه شنبه، د حمل ۳) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران او ترکیې پر پوله یې د هغو افغان‌کډوالو څارنه پیل کړې چې په یخه هوا او واورین توپان کې بند پاتې دي.

چارواکي زیاتوي، چې د افغان کډوالو د څار لپاره یې دوې ډلې سیمې ته استولې او په خبره یې چې ژر به په دې اړه وروستي معلومات له خپاره شي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ایران  او ترکیې په همکارۍ یې د دغو دواړو هېوادونو پر پوله افغان کډوال تعقیب کړي، چې تر دې دمه یې څلور مړي او دوه کسان ژوندي پیدا کړي دي.

بلخوا په تهران او انقره کې د افغانستان سفارتونه وايي، چې دوی ته رسېدلي مړي یې پر کفن کړي او ځینې یې کورنیو ته سپارلي دي.

یوه اونۍ مخکې پر خواله پاڼو یوه ویډیو خپره شوه، چې افغان کډوال په واوره کې روان دي او د افغان حکومت له بې‌پروايۍ سر ټکوي.

په ویډیو کې ځینې داسې جسدونه هم ښکاري، چې ګومان کېږي، شاوخوا یوه میاشت مخکې به یې ژوند بایللی وي.

په دې وروستیو کلونو کې په ملیونونو افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شوي، چې ډېره برخه یې په همداسې قاچاقي لارو تللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب