دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهحنیف اتمر له خپل هندي سیال سره وکتل

حنیف اتمر له خپل هندي سیال سره وکتل

تاند(سه شنبه، د حمل ۳) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نوي ډیلي ته د سفر پر مهال له خپل هندي سیال جې شنکر سره د امریکا له لورې د نوې وړاندې شوې طرحې په اړه خبرې کړې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر چې تېره ورځ یې هند ته سفر وکړ په ماښام یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جې شنکر سره کتلي دي.

ویل کېږي په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د امریکا له لورې د نوې وړاندې شوې طرحې، دوه اړخیزه همکاریو، سیمه‌ییز اتصال، او دغه راز د سوداګرۍ پر اړوندو موضوعاتو بحثونه کړي دي.

ښاغلي اتمر د افغانستان د سولې په بهیر کې د هندوستان پر رول ټینګار وکړ او د سولې خبرو د بریا لپاره، د سیمه ییزې او نړۍوالې اجماع په پیاوړي کولو کې د هندوستان فعال رول غوښتنه وکړه.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کولو کې مرستې ته چمتووالی څرګند کړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې ملي اجماع او یووالی به سیمه ییزه او نړیواله اجماع نوره هم قوي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې امریکا افغان حکومت ته د یوه نوي حکومت طرحه وړاندې کړه چې له مخې به یې افغان حکومت او طالبانو سره په سلا کېږي او یو ټولشموله حکومت به جوړوي.

بلخوا د تېرې یکشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر لویډ استین هم افغانستان ته په یوه نا اعلان شوي سفر راغی او دلته یې له ولسمشرغني سره د امریکایي سرتېرو پر ایستلو، د تاوتریخوالي پر کمېدو او د سولې د روانو خبرو په اړه بحثونه وکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب