یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې سره وکتل

ولسمشرغني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې سره وکتل

تاند(سه شنبه، د حمل ۳) ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې کتلي دي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر محمداشرف غني تېر مازدیګر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره وکتل.

خبرپاڼې زیاته کړې، په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیالې هم حضور درلود، دواړو لوریو د سولې پروسې په اړه مفصل بحث وکړ او ولسمشر غني د سولې پروسې د بریاليتوب په اړه د افغانستان حکومت لیدلوری او عملي پلانونه تشریح کړل.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر لویډ استین هم افغانستان ته راغی او له ولسمشرغني سره یې د سولې پروسې د سرتېرو پر ایستلو او په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر کمولو بحث وکړ.

نوموړي له ولسمشرغني سره تر لیدنې وروسته په خپله ټویټر پاڼه ولیکل، افغانستان ته د سفر پر مهال له ډېر څه خبر شو او ټول به له ولسمشر بایډن سره شریک کړي، هغه ټینګار کړی و چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پرېکړه یوازې د بایډن په لاس کې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب