چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهبنو کې د څلورو تنکيو هلکانو مړي موندل شوي

بنو کې د څلورو تنکيو هلکانو مړي موندل شوي

تاند ( دوشنبه، د حمل ۲)  د خيبرپښتونخوا په بنو سیمه کې څلور تنکي هلکان چې شل ورځې وړاندې نا درکه شوي وو، مړي يې موندل شوي دي.

د دغو ځوانانو خپلوانو او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو د یادو کسانو د جسدونو له موندلو سره سم په لاریونونو لاس پورې کړی دی.

د معلوماتو له مخې، دغه تنکي هلکان بنو کې د جاني خېلو د هندي خېل سیمې اوسېدونکي و چې عمرونه يې له ۱۲ کالو نه تر ۱۶ کلونو پورې ښودل شوي دي.

خپلوان يې وايي، دوی په دغه سیمه کې ښکار ته وتلي وو چې بېرته ژوندي راستانه نه شول او اوس یې جسدونه موندل شوي دي.

دوی وایي، له چا سره یې شخصي دښمني نه درلوده او نه د هلکانو د وژنې علت ورته مالوم دی.

د ۱۶ کلن وژل شوي هلک چې احمد نومېده ماما یې رسنیو ته ویلي چې له احمد سره یې د ۳ نور ملګرو جسدونه هم موندل شوي دي.

هغه ویلي د احمد په ګډون څلور ځوانان او د هغوی درې سپي د خرګوشانو په ښکار پسې وتلي وو؛ مګر بېرته یې شل ورځې وروسته جسدونه وموندل شول.

د نوموړي په وینا، د هلکانو له بېرته نه راتلو وروسته دوی په سیمه کې امنيتي ځواکونه خبر کړي وو خو وایي هېڅ مرسته یې ورسره ونه کړه.

ځایي سرچېنې وایي، د یادو وژل شویو هلکانو جسدونه په یو خوړ کې د خټو لاندې په داسې حالت کې موندل شوي چې په مرمیو ویشتل شوي، له یو یې سر پرې شوی او له سختو شکنجو سره وژل شوي دي.

پاکستانيو امنیتي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د بنو د اتمانزۍ تاڼې پوليس وايي، دوی ته د دغو هلکانو د بې درکۍ خبر نه وو ورکړل شوی.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او د وژل شوو هلکانو خپلوانو د مړو سره په بنو کې د اېف سي قلعې مخې ته لاریون پيل کړی دی.

 د بنو د پي ټي اېم مشر لطيف وزيري وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ له پاکستاني حکومته د دغو هلکانو لپاره د عدالت غوښتنه کوي، څو په دغه پېښه کې ککړ کسان معلوم کړي او سزا ورکړي.

د معلوماتو له مخې، د وژل شویو هلکانو جسدونه د پاکستاني پوځیانو له یوې امنیتي پوستې سره نږدې موندل شوي دي چې د کورنۍ غړي یې پوځیان په کې ښکېل ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې دا کومه نوې پېښه نه ده؛ مګر له دې وړاندې هم ګڼ شمېر قبایلي میشتي ځوانان بې درکه او بیا یې یا جسدونه وموندل شي او ځینې خو یې بیخي تري تم شوي هم دي.

د دې سیمو خلک تل بیا دا ډول پېښو کې پاکستاني استخبارات او پوځیان ښکېل بولي خو هغوی لا هم دې پېښو ته هېڅ ډول ځواب نه دی ویلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب