یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاڅو شېبې یواځېتوب غوره استراحت دى

څو شېبې یواځېتوب غوره استراحت دى

تاند ( دوشنبه، د حمل ۲)  څېړوونکي وایي، کله چې تاسې ډېر ستړي شړئ نو د ښه اراموالي په موخه مو ځان د یو څو شېبو لپاره یواځې کړئ؛ ځکه په باور یې څو شېبې یواځېتوب مو ذهن ته ارامتیا ورکوي.

که څه هم ځینې ارواپوهان په دې باور دي چې یواځېتوب انسان له ډېرو ستونزو سره مخ کوي، خو تازه څېړنو ثابته کړې چې د ډېر وخت لپاره نه، بلکې څو شېبې یواځېتوب د انسان لپاره غوره استراحت کېدای شي او انسان ته د ارامۍ حس وربښي.

څېړوونکو په یوه تازه څېړنه کې موندلی چې د کم وخت لپاره یواځېتوب ذهن ته پوره ارامتیا ور بښي.

دغه څېړنه چې په ۱۳۴ هېوادونو کې په ۱۸ زرو کسانو تر سره شوې وایي، د کم وخت لپاره یوازېتوب تر ټولو غوره استراحت دى.

د دې څېړنې ډېری ګډونوالو ويلي، دوى هله ډېر راحته وي چې له ستړيا وروسته څو شېبې تنها و اوسي.

د څېړنې ګډونوالو ته نور انتخابونه هم ورکړل شوي وو چې پکې د کتاب لوستل، په طبیعي منظرو کې چکر او له ملګرو سره ناسته ولاړه هم شامل وو، خو په دې ټولو کې ګډونوالو د ستړيا او خسته ګۍ د لرې کولو لپاره څو شېبې تنهايي غوره لاره ګڼلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طبي څېړونکي وایي، استراحت د انسان پر ورځني فعاليت ژور اغېز کوي، هغوی چې ناراحته وي، ورځني کارونه يې غير منظم وي، نو د دې لپاره چې مغز مو ارام شي، ښه ده چې د ورځې په اوږدو کې څو شېبې یوازیتوب غوره کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب