پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهخپل موبایل او کمپیوټر ته څه ډول پاسورډ ورکړو؟

خپل موبایل او کمپیوټر ته څه ډول پاسورډ ورکړو؟

تاند ( سې شنبه، د کب ۳ ) تاسو ضرور د خپل فېسبوک حساب، ټوېټر، مبایل او خپل شخصي کمپیوټر ته د امنیت په موخه د یو قوي ــ نه ماتېدونکي “پاسورډ” یا کوډ په هڅه کې یاست او یا هم لږ و ډېر په میاشت کې د خپلو ټولنیزو رسنیو پاڼو ته پاسورډ بدلوئ.

ښه کوئ، خو د دې لپاره چې ستاسو حسابونه هېک نه شي، کوډ یې مات نه شي، ستاسو اندېښنې هم حل شي او آن دا چې د ژر ــ ژر کوډ له بدلولو خلاص شئ، نو په دې لیکنه کې درته مشوره درکوو او تاسو یې هم عملي کړئ.

تاسو باید دا هېره نه کړئ، چې زموږ ستاسو د اکونټونو ټول معلومات ضرور په هماغه” براوزر”یا “وېب” کې شته او دا د اړوند براوزر له ادارې سره خوندي دي، خو ځینې وخت دا باید هېره نه کړو، چې زموږ ستاسو اکونټونو ته عادي او کمزوري ورکړل شوي کوډونه ژر د حملې لاندې راتلی شي، چې د ژر ماتېدو وېره یې زیاته ده.

تاسو خپل حساب ته د کوډ ورکولو پر مهال له څو لارو چارو کار واخلئ

د یو قوي کوډ لپاره ځینې خلک یوازې خپل تلیفون نمبر، یا خپل نوم، تخلص او نور اضافه کوي؛ دا کار مو په لوی لاس اکونټ د نورو په لاس کې ورکوي.

د کوډ د استعمال پر وخت تاسو ضرور د انګلیسي د الفبا تورو، له عدد، د خپل نوم د سر، منځنیو او یا هم د پای او د تخلص له تورو ګټه پورته کړئ.

حروف، عدد، سپېس او د انګلیسي توري کارول او هغه عددونه چې تاسو ته یاد پاتې کېږي، د خپل حساب په “پاسورډ” کې داسې وکاروئ، چې مسلسل نه وي، نو بیا ستاسو دا کوډ په اسانۍ سره نه ماتېږي او بیا یې د ډېر ژر ژر بدلولو اندیښنه هم مه کوئ.

بل دا چې دا توري په خپل براوزرونو کې هم د منلو وړ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...