سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهبلینکن: په مۍ میاشت کې له افغانستانه د سرتېرو اېستل ستونزمن کار...

بلینکن: په مۍ میاشت کې له افغانستانه د سرتېرو اېستل ستونزمن کار دی

تاند (سه شنبه د حمل ۳) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل چې ولسمشر جو بایډن وايي، په مۍ میاشت کې له افغانستانه د سرتېرو اېستل ستونزمن کار دی او په وینا یې چې په دې هکله له خپلو شریکانو سره سلا مشورې کوي.

انتوني بلینکن دغه څرګندونې نن سه شنبه په بروکسل کې د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې وکړې.

نوموړي وویل، افغانستان ته له خپلو متحدینو سره یو ځای راغلي او په ګډه به له دې هېواده بېرته ووځي، خو باید ډاډ ترلاسه کړي چې بیا به افغانستان د نړیوالو ترهګرو په مرکز نه بدلېږي.

دې ناستې ته د ناټول عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم خبرې وکړې او پر طالبانو یې نیوکه وکړه چې دغې ډلې تر اوسه له نړیوالو ترهګرو په ځانګړې توګه القاعده او داعش سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړې.

سټولټنبرګ په طالبانو غږ وکړ چې باید له القاعده او داعش ډلې سره اړیکې پرې کړي او زیاته یې کړه چې د افغان سولې خبرې باید چټکې شي.

نوموړي زیاته کړه، افغان جګړه نظامي حل لاره نه لري او په خبره یې دغه ستونزه باید له ډیپلوماټیکو لارو حل شي.

د یادونې ده چې د ناټو عمومي منشي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې ناټو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ دوام ته ژمنه ده او په دې برمه کې به په خپلو کړیو ژمنو عمل کوي.

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه، افغان ځواکونو ته سلا مشورې، زده کړه او همدار راز هغوی ته د مالي امکاناتو برابرول اساسي مسئله ده.

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د امریکا د کړې هوکړې له مخې، ټول بهرني ځواکونه باید د مۍ تر اولې له افغانستان څخه ووځي.

طالبانو هم ګواښ کړی که بهرني سرتېري په خپل ټاکلي وخت له افغانستان څخه ونه ووځي، دوی به یې پر وړاندې سخت غبرګون وښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب