په ژړغوني غږ مې ورته وویل: د خدای پمن یم، ما پرېږدئ، زه بې ګناه یم، زه غلط شوم، چې ما رښتیا درته وویل.
چیغه یې کړه: پدرنالته! خبرې مه کوه، ته خور او مور نه لرې، تا زما د خور په اړه داسې خبره ولې وکړه، سپی، خره…
کنځاوې یې کولې. پوچ او پاش یې راته ویل. نه یې خور را پرېښوده او نه هم مور. خوله یې له کنځلو نه ستړې کېده. درګرده یې لاړې بادولې، تا به وایې چې د کنځلو تعلیم یې کړی و.
ـــ اوس څنګه یې؟
ـــ خو څنګه به یم! اوس چې لږ اوښورېږم، له سر څخه تر نوکه خوږېږم، کله مې چې خبره ورته وکړه، یوه داسې جانانه څپېړه یې راکړه، چې سر یې را باندې وڅرخاو، بېګا ویده وم، خوب کې مې هم چغې وهلې او زګېروی مې خوت، ټوله شپه مې مور سر ته ناسته وه. مور مې دومره ورخطا وه، هغې فکر کاو، چې زه مړ کېږم.
ـــ په څه یې ووهلې؟
همداسې ملګري مې زما خبره ورته زیاته کړه، دغه ملګری مې د هغه هلک په خور مین و، کوم هلک چې دوی په کلي کې مین و، خو زما ملګري (چې اوس تاسو سره دلته بیستر دی) هغه هلک ته په خپله یې مخامخ ورته وویلې، چې زه ستا په خور مین یم، نو هغه هلک ته په دې خبره غوسه ورغله، چې ولې زما په خور مین یې، ولې زما خور سره مینه لرې، ده ورته وویل، ته هم زړه لرې او خور دې هم زړه لري، هغه په ما مېنه ده. په همدې وخت کې هلک او هلک وروڼو د وهلو شروع په وکړه.
ډاګټر ما ته وکتل، وویل:
ما ورته وویل، هو، ملګري مې رښتیا وایي، ځکه د هغه خور په ما مېنه ده، چې زه چا ووهلم، خو دا خلک ځان ته څه غواړي، بل ته هغه څه نه غواړي، که هغه یې حتا خور هم وي. زه هغه څه غواړم، چې هغه بل ته هم غواړم.
پای