پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeداسې هم شتهد خسر پر فرمایش زوم خپلې ناوې پسې چورلکه کې لاړ

د خسر پر فرمایش زوم خپلې ناوې پسې چورلکه کې لاړ

تاند ( جمعه، د کب ۲۹ ) راپورونه وایي، د ازاد کشمیر کوټلي نومي سیمه کې یو شاوو د خسر پر فرمایش خپلې ناوې پسې د ګلپوش موټر پر ځای چورلکه کې تللی دی.

د راپورونو په حواله، د ازاد کشمیر په کوټلي سیمه کې د یوه واده پر مهال زوم د خسر کره ناوې پسې په هالیکاپټر یا چورلکه کې تللی او ناوې یې خپل کور ته په چورلکه کې وړې ده.

راپورونه وایي، یاد زوم ته یې خسر فرمایش ورکړی وو چې ناوې به په چورلکه کې وړي.

په داسې حال کې چې په غریزو سیمو کې د چورلکې چلول خورا سخت وي؛ خو بیا هم زوم کومه ویره ونکړه او خپله یې ناوې ځان سره چورلکه کې یوړه.

د معلوماتو له مخې، یاد شاوو د انګلیستان غټ تجار راجه رووف ورور وو چې په ازاد کشمیر کې یې ورته ښځه کړې وه او د خسر فرمایش سره یې سم دغه چاره ترسره کړې ده.

د سرچینو په حواله، په چورلکه کې د ناوې تګ د ګلونو د پاشلو سره خلکو بدرګه او دواړو په بریالیتوب خپل پرواز وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب