جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+څه کا دا ناڅیز خو سم څیز وخوت

څه کا دا ناڅیز خو سم څیز وخوت

لیکوال: سراج احمد حبیبي

د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي درېیم ټولګي کې وو، استاد داوود وفاه د لیکوالۍ درس راکاوه، خو کله کله به یې د لیکوالۍ ترڅنګ زموږ پر خپلو شعرونو او لیکنو کره کتنه هم راته کوله.

د کره کتنې په دې لړۍ کې یوه ورځ نوبت د میوند ماښام ثم بختیار لیکنې ته ورسېد، همدغه میوند ماښام ثم بختیار درته یادوم چې دا اوس زموږ سره د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګه کې استاد دی او تاسو یې د حسن شغلې زما د حسن له شغلو سره یو ځای په لاندې عکس کې وینئ، البته د حسن شغلې یې زما د حسن د شغلو په پرتله یو څه پيکه دي.

د دې میوند ماښام ثم بختیار پر لیکنې تر کره کتنې یوه ورځ وړاندې ما او ده د ده لیکنه واخیسته او په درونټه کې مو نورو ټولګیوالو ته د لوستلو او نظر څرګندولو لپاره ترې یو شل کاپۍ واخیستې، نه پوهېږم چې شل کاپۍ مو له دې وجهې ترې واخیستې چې نورې پیسې راسره نه وې او غریبان وو او که مو له دې وجهې ترې یوازې دا شل کاپۍ واخیستې چې همدا شل خوا وشا کسان مو په ټولګي کې اهل نظر ګڼل، ځکه زموږ د ټولګیوالو تعداد خو زیات وو.

په هر صورت خو ما د ځان لپاره یوه کاپي ترې په همدې ورځ یعنې له کره کتنې څخه یوه ورځ مخکې واخیسته او اطاق ته مې یوړه، په اطاق کې ماسخوتن له ډوډۍ نه وروسته ورته کښېناستم او څو ځلې مې ولوستله، په هر ځل لوستلو به په لیکنه کې بېل بېل څه راته تر سترګو کېدل، کله به فلسفې راته پکې سترګکونه ووهل، کله تصوف؛ کله به بیا داسې هم وشول چې یو عادي مضمون به راته ښکاره شو، په همدې کش او ګیر کې وم، چې د استاد فضل ولي ناګار په «عرفان او د پښتو ادب په لرغونې دوره کې یې څرکونه» نومي اثر باندې مې سترګې ولګېدې، هغه مې ورپسې راواخیست او د عرفاني اصطلاحاتو برخه مې پسې وکتله، دې کتاب مې کار بېخي اسانه کړ، ځکه ځینو اصطلاحاتو یې د دې لیکنې سره ډېر سر خووړ، که خووړ یې هم نه، خو ما سر ورسره ورکولای شوای.

له همدې کتاب نه مې ځینې نوټونه واخیستل او د سبا لپاره مې ځان تیار کړ، سبا ته چې کله ټولګي ته ولاړم او له درس نه مخکې د میوند ماښام ثم بختیار سره مخامخ شوم، هغه لومړی تر سلام کلام مخکې د خپلې لیکنې په اړه پوښتنه رانه وکړه چې څنګه وه؟ ما ورته و ویل چې راځه دواړه یو څو شېبې له نورو ټولګیوالو نه لرې پر هغې پولې سره کښېنو، بیا به دې زه د لیکنې په اړه درته ووایم چې څنګه وه. دی هم راسره ولاړو، خو په زړه کې یې دې تمې غزونې کولې چې اوس به دی زما د لیکنې دومره ښېګڼې بیان کړي، چې تر اوسه به یوه کره کتونکي هم د کوم لیکوال نه وي بیان کړې، ځکه مازدیګر خو چې درونټې ته تلو، بېخي ډېره یې وستایله. ما هم چې دا څنګه پر پوله ورسره کښېناستم، د ده د لیکنې نیمګړتیاوې ورته قطار کړې، سړی مې داسې په قهر کړ چې نیږدې وو وار راباندې وکړي، ښه وو په همدې خبرو کې وو چې استاد راورسېد، د استاد تر مخ مو ټولګي ته ځانونه ورسول، خو په تلو تلو کې مې ده ته د حمزه بابا دا بیت ووې چې:

دا خو ته ولوله چې سترګو کې دي

نورې خبرې مې پر زړه پاتې دي

یعنې پر لیکنه دې نورې خبرې په ټولګي کې کوم، ښايي د ده پر دې خبره نوره هم غوصه زیاته شوې وي، ځکه ده به همدا فکر کړی وي، چې د مخکنیو خبرو نه مې دې څه خیر وکړ، چې له نورو نه به یې وکړم، خیر خو د استاد لیکچر چې پای ته ورسېد، غږ یې وکړ، چې د کره کتنې لپاره مې د لیکنې د راوړلو چا ته ویلي وو؟ میوند ماښام ثم بختیار ګوته ورته پورته کړه او استاد هم نورو ټولګیوالو ته د هغې د کاپیو د ویشل امر ورته وکړ، کاپۍ ووېشل شوې او هر ټولګیوال د لیکنې په اړه خپل عالمانه نظر څرګند کړ، البته هر یو پر خپل ځای پورته کېده او نظر یې څرګنداوه، په اخر کې ما هم خپله ګوته پورته کړه، خو چې استاد د څه ویلو اجازه راکړه، زه د ټولګي مخې ته ور روان شوم، ټولګیوال او استاد ټول لومړی حیران شول او بیا یې وخندل چې دا څه کوي، لکه چې لیکچر ورکوي!؟ ځکه د لیکنې په اړه یې که خپل نظر څرګندولای باید پر خپل ځای درېدلی وای!؟

د ټولګي مخې ته چې ورسېدم، لومړی مې پر ټولو هغو ټولګیوالو چې د لیکنې په اړه یې نظر څرګند کړی ؤ، دا تور پورې کړ چې تاسو لیکنه سر سري ولوسته، خو دا لیکنه ډېره ژوره تصوفي او عرفاني لیکنه وه او د تصوف دغو اصطلاحاتو ته پکې نغوته شوې وه، استاد چې زما دې خبرو ته وکتل او پوه شو چې دا وړه خوله او دومره لویې خبرې نه سره جوړېږي، نو یې د ټولګیوالو خوا ته مخ واړاوه او ویې ویل: «څه کا دا نا څيز خو سم څيز وخوت» د استاد له دې خبرې سره یو دم په ټولګي کې ټولو ټولګیوالو په خندا پیل وکړ او دومره یې راپورې وخندل چې نیږدې وو زموږ د ټولګي خواته د انجینرۍ پوهنځۍ نور محصلین هم راخبر شوي وو. استاد د خندا په همدې ځوږ کې خبره نوره هم پسې وغځوله او راته ویل یې ځه ځه کښېنه! لکه چې د لیکوال سره دې غوږ جنګولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب