جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد رسنیو په هکله د کورنیو چارو وزارت څرګندونو د نی ادارې...

د رسنیو په هکله د کورنیو چارو وزارت څرګندونو د نی ادارې او خبریالانو غبرګونونه راپارولي

تاند (دوشنبه د حوت ۲۵) د افغانستان د رسنیو د ملاتړ اداره یا نی د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق آرین هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ویلي یې دي، یوې خصوصي رسنۍ چاودېدونکي توکي لېږدول او پولیسو نیولي.

ښاغلي آرین نن دوشنبه پر خپل ټویټر لیکلي، داسې مالومات یې ترلاسه کړي چې ښيي یوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو په لېږد کې لاس لري او په وینا چې په دې برخه کې د مطلوب ځواب د ترلاسه کولو لپاره کار کوي.

د کورنیو چارو وزارت: یوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو په لېږد کې لاس لري

د نی اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر دا څرګندونې په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې دغه رسنۍ چاودېدونکي توکي نه، بلکې د نوي کال د لمانځلو په موخه یې پټاکۍ لېږدولې.

نوموړي ویلي، «موږ اسناد تر لاسه کړي، چې د ارزو تلوېزیون د نوي کال د تجلیل لپاره پټاکۍ راوړې، نه چاودېدونکي توکي.»

د نی اجرائیوي مشر زیاته کړې، دا پر یوه آزاده رسنۍ برید دی او په وینا یې چې د کورنیو چارو وزرات ویاند باید د خپلو کړیو څرګندونو له کبله بښنه وغواړي.

دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت د رسنیو په هکله دغه ډول ادعا کوي.

دې مسئلې د خبریالانو غبرګونونه پارولي او له حکومت یې غوښتي چې ژر تر ژره په دې اړه ټول معلومات له رسنیو او خلکو سره شریک کړي.

خبریال، میرویس ستانکزي یادې مسئلې ته په غبرګون پر خپله فېسبوک پاڼه داسې لیکلي، «د کورنيو چارو وزارت وياند چې په خپل اصلي مسٸوليت کې ناکامه دى، له رسنيو سره يې کاري اړيکې صفر دي، خو برعکس لکه د جمهوريت د مخالفينو هغسې په غير مسٸولانه توګه د رسنيو بدنامولو ته سخت چمتو دى. ارزو ټلويزيون په مجاز او قانوني ډول د کومې خپرونې لپاره پټاقۍ لېږدولې، خو ده ښاغلي د ترهګرۍ تور پرې پورې کړ.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب