جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملي امنیت په کابل کې د داعش ډلې د یوه مهم قومندان...

ملي امنیت په کابل کې د داعش ډلې د یوه مهم قومندان د نیول کېدو خبر ورکړ

تاند (دوشنبه د حوت ۲۵) د ملي امنیت ځواکونو د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د رسول جان په نوم د داعش ډلې یو مهم غړی نیولی دی.

دغې داعشي په خپلو اعترافونو کې دا منلې ده چې پر افغان ځواکونو او ولسي خلکو يې بریدونه کړي دي او له کلونو راهیسې يې د ننګرهار د اچین او بټي کوټ ولسوالیو په شمول په مختلفو سیمو کې تروریستي فعالیتونه کړي دي.

رسول جان نومې دې تروریست د داعش ډلې مشر حافظ سعید سره چې څه موده وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو په یوه هوايې برید کې له مینځه لاړ، نزدې اړیکه درلوده.

د راپورونو له مخې، نوموړی ۶ کاله وړاندې په بټي کوټ ولسوالی کې د افغان ځواکونو لخوا نیول شوی و، خو د جلال اباد پر زندان وروستي برید کې له زندان څخه په تیښته بریالی شوی و .

نوموړی په دې وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره د کابل سروبي ولسوالی ته انتقال شوی و چې د ملي امنیت د ځانګړو عملیاتو په پایله کې ونیول شو.

د یادولو ده چې په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش قومندان حافظ سعید په ۲۰۱۶ کال کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د برېد ښکار شو.

د افغانستان ملي امنیت هغه وخت ویلي و چې نوموړی د اچین ولسوالۍ په تخت نومي سیمه کې له خپلو نورو ۲۹ وسله والو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

حافظ سعید د پاکستاني طالبانو تر مشرۍ وروسته د داعش د خراسان ولایت د والي په توګه هم ټاکل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب