جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+کوهلي په شل اوره لوبوکې د نړۍ مخکښ لوبغاړی شو

کوهلي په شل اوره لوبوکې د نړۍ مخکښ لوبغاړی شو

تاند( دوشنبه، د حوت ۲۵) د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويرات کوهلي په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۳ زره منډې پوره کړې.

کوهلي په دې رسره د نړۍ لومړنى توپوهونکى شو چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې یادې منډې پوره کوي.

هغه د تېرې یک شنبې په ورځ د انګلستان پر وړاندې په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې یادې منډې پوره کړې.

نوموړي تر دې دمه ۸۷ نړیوالې شل اوره لوبې کړي چې په ټوله کې ٣٠٠١ منډې  په کې جوړې کړي.

تر ټول لوړې منډې یې ٩٤ ناسوځېدلې دي او ۲۶ نیمه سلیزې لري.

له هغه وروسته بيا د نيوزيلینډ ګوپټيل  قرار لري چې په ٩٩ لوبو کې ٢٨٣٩ منډې کړې او ١٠٥ يې لوړې منډې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب