جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهموټر چلوونکي: د لویو لارو پولیس د ټوپک په زور له موږ...

موټر چلوونکي: د لویو لارو پولیس د ټوپک په زور له موږ پيسې اخلي

تاند( دوشنبه، د حوت ۲۵) د لویو لاریو موټر چلوونکي اوس هم له پولیسو زورېږي.

دوی وایي پر لویو لارو د پولیسو غیر قانوني اخاذۍ لا هم دوام لري او له دوی د ټوپک په زور پيسې اخلي.

په ټولنیزو رسنیو کې د لویو لارو موټر چلوونکو په خپرو کړو ویډیوګانو کې ویلي، چې د حکومت له ژمنو سره سره لا هم د لویو لارو پولیس د ټوپک په زور له دوی پیسې اخلي.

موټر چلوونکي وایي چې آن د پولیسو له لوري ډزې ورباندې کېږي او په  مرګ ګواښل کېږي.

موټر چلوونکي وایي حکومت د دوی تر اوږده اعتصاب وروسته ژمنه ورسره وکړه چې پر لویو لارو به د تګ راتګ لپاره اسانتیا برابروي خو حکومت یې ژمنې نه دي عملي کړې.

بل لورته بیا د ترانسپورت وزارت وایي چې دوی په هېڅ ځای کې له موټر چلوونکو پیسې نه اخلي.

یاد وزارت ډاډ ورکوي چې په دې اړه شوې ادعاوې به په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

په ټولنیزو رسنیو کې کې خپرو شویو وېډيوګانو د دې رسنیو دکاروونکو غبرګونونه هم را پارولي.

دوی له کورنیو چارو وزارت نه غوښتنه کړې چې په دې تړاو جدي اقدامات وکړي او هغو کسانو ته سزا ورکړي کوم، چې له موټرچلوونکو غیر قانوني پيسې اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب