جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد له طالب مشرانو او قطري چارواکو سره پر افغان سوله خبرې...

خلیلزاد له طالب مشرانو او قطري چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړي

تاند ( دوشنبه، د کب ۲۵ ) قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر غړي وایي، د دې ډلې، امریکا او قطر هېوادونو چارواکو دوحه کې پر افغان سوله خبرې اترې کړي دي.

د قطر دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پر ټوېټر لیکلي، چې دغه ناسته پرون ماخوستن (یکشنبه، د کب په ۲۴مه) شوې ده.

د ده په وینا، دې لیدنه کې د دې ډلې سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د قطر د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبد الرحمن ال ثاني او ورسره پلاوو کتلي دي.

د ښاغلي نعیم په وینا، په دې ناسته کې د دوحې تړون په پلي کېدو او د سولې پر خپلمنځي خبرو خبرې شوې دي.

نوموړي لیکلي: «په ناسته کې د دوحې توافقنامې د تطبيق، د افغانستان پر روان وضعيت او د بين الأفغاني مذاكراتو په روان بهير خبرې وشوې.»

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره نږدې راتلونکې کې دوه مهمې ناستې یوه په روسیه او بله ترکیه کې ترسره شي.

د روسیې ناسته د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه مسکو کې کیږي، چې یاد هېواد افغان حکومت، ځینو سیاسي څېرو او طالب مشرانو ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د ترکیې ناسته به بیا د روان زېږدیز کال په اپرېل کې وشي، چې د دې ناستې جوړېدو خبره د امریکا له خوا افغان مشرانو ته په یو لیک کې شوې وه.

افغان حکومت هم ویلي چې په دې دواړو ناستو کې ګډون کوي.

دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په یوې خبري ناسته کې ویلي و چې بهرنیو چارو وزارت او د ملي پخلاینې عالي شورا په دې کار کوي، څو مالومه کړي چې په دې ناستو کې د طالبانو او نورو ګډون کوونکو هېوادونو پلاوی په کومه کچه دی، څو دوی هم په ورته کچه پلاوی وټاکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب