جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت: یوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو په لېږد...

د کورنیو چارو وزارت: یوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو په لېږد کې لاس لري

تاند (دوشنبه د حوت ۲۵) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، داسې مالومات یې ترلاسه کړي چې ښيي یوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو په لېږد کې لاس لري.

ددې وزارت ویاند طارق آرین نن دوشنبه پر خپل ټویټر لیکلي، په دې برخه کې جدي پوښتنې شته او په وینا یې چې دوی د مطلوب ځواب د تر لاسه کولو لپاره کار کوي.

ښاغلي آرین په دې هکله ډېر جزیات نه دي ورکړي او نه یې د رسنۍ نوم په ډاګه کړی دی.

طارق آرین په داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د پلازمېنې په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې بمي چاودنو او هدفی وژنو زور اخیستی دی.

تازه یکشنبه ماخوستن په کابل کې دوو بمي چاودنو ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د امنیتي چارواکو په وینا چې ددې پېښو ټول قربانیان ولسي وګړي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، په دغه چاودنو کې درې تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسؤلیت چا نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب