جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمک کينزي: د امریکایي ځواکونو وتل به ګډوډۍ ته لاره هواره کړي

مک کينزي: د امریکایي ځواکونو وتل به ګډوډۍ ته لاره هواره کړي

تاند ( دوشنبه، د حوت ۲۵)  د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي وايي له هوکړې سره سم له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل به لا زیاتې ګډوډۍ ته لار هواره کړي.

جنرال کېنټ مک کینزي زیاتوي، چېکه امریکايي ځواکونه د ټرمپ له لوري طالبانو سره د شوې هوکړې مطابق له افغانستانه ووځي، جګړه به نوره هم زیاته شي.

د هغه په وینا افغان حکومت به په خپلو سیمو د واک ساتلو لپاره طالبانو سره یوه سخته جګړه کې ښکېل شي.

مک کينزي زیاتوي د امریکايي ځاکونو وتل به د دې سبب شي چې طالبان د افغانستان لویو ښارونو ته ګواښونه متوجه کړي.

په ورته مهال یوه بل لوړپوړي امریکايي جنرال هم ویلي چې بې تدبیره له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل به په دغه هېواد کې خونړیو جګړو ته لار برابره کړي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر ویلي چې باید له افغان ځواکونو د امریکا ملاتړ دوام وکړي.

د ده په خبره که امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي نو وضعیت به په دې هېواد کې کړکېچن شي نو له همدې امله په دې مسئله کې ديپلوماتیک فشار ته اړتیا ډېره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب