جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeداسې هم شتههغه مېرمن چې خپل زړه ځان سره په بیګ کې ګرځوي

هغه مېرمن چې خپل زړه ځان سره په بیګ کې ګرځوي

تاند ( دوشنبه، د کب ۲۵)  مېرمن سلوا حسین ۴۱ کلنه بریطانوې مسلمانه ده چې زړه په ټټر کې نه، بلکې بیګ کې د ځان سره ګرځوي.

راپورونه وایي، میرمن سلوا ۲۰۱۷ کال په خپل کور کې د زړه د حملې سره مخامخ شوې وه چې د حملې په وخت کور یواځې وه خو همت یې وکړ په خپل موټر کې یې دوه سوه متره نزدې خپل کورني ډاکټر ته ځان ورساوه، هغه عاجل روغتون ته رسولې ده.

د راپورونو په حواله، روغتون کې ثابته شوه چی میرمن سلوا باندی د زړه حمله راغلی ده او زړه یې مکمل ختم شوی دی، خو ډاکټرانو ورته مصنوعي زړه لګولی او په همغه زړه ژوند کوي.

میرمن سلوا شپږ ساعته عملیات لاندې وه چې د پمپ په ذریعه حرکت کوونکی مصنوعي زړه ورته ولګول شو .

میرمن سلوا ته پاور پلاسټیک جمپر (کورتې) آغوستل شوی ده او تل د ځان سره یو بیګ ګرځوي د همدې بیګ څخه دوه پایپونه جمپر ته پایپنګ کوي بیا دا جمپر ټول بدن ته د زړه غوندې وینه رسوي.

دا پمپ په بیټریو چلیږي، او بیټرې د موټر او د کور برق څخه چارچ آخلي.

د میرمن سلوا د نامه (ناف) سوري څخه دوه پایپونه د بدن داخل ته تللي دي چې ټول بدن ته وینه د زړه په شان پمپ کوي.

د معلوماتو له مخې، د بیګ داخل لګیدلی وسایل ۷ کیلوګرام وزن لري چې ۸۶ زره امریکایی ډالر یې قیمت دی .

ډاکټرانو ویلي، تر څو چې میرمن سلوا ته د زړه تحفه پیدا نشي په همدې پمپ به ګذاره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په غربي هیوادونو کې ځینې خلک تر مرګ مخکې وصیت کوي او وایي، زما د وفات وروسته که زما د بدن هر اندام خیر چاته رسیږي زما له لوري یې ورته بخشش کړئ، مېرمن سلوا هم همداسې یوې ډالې ته شپې او ورځې تیروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب