پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeټولنیزد خدای په اړه له دیني کانټېکسټ ماورا تصور

د خدای په اړه له دیني کانټېکسټ ماورا تصور

هارون سمون

دا چې بحث پر پښتو دی، له دین مراد زموږ دین او خاصتاً زموږ د ټولنې دیني کانټېکسټ دی. نعوذ بالله خدای زموږ په ټولنه کې طالباني صفات لري، په داسې حال کې چې خدای بېخي دغسې نه دی، څنګه چې د خدای په اړه زموږ پر ټولنه تصور حاکم دی، نه خدای طالبان دی، نه خدای داعش دی، خدای ډېر ستر او د ټول عالم خدای او پر ټول عالم مهربان دی. هیله ده غلط فهمي ونه شي، د خدای له ستروالي د خدای په اړه د سپنوزوا د خدای مفهوم هدف نه دی، ځینې وخت چې د خدای د ستروالي په اړه بحث مطرح کېږي، ځینو ته د سپنوزوا خدای وریادېږي، د سپنوزوا پر خدای ډېری داسې خلک عقیده لري، چې په هېڅ دین باور نه لري، خو پر خدای باور لري. دوی وايي، خدای د طبیعت ستر قوانین اداره کوي، دین د خدای له طرفه نه دی.

د دوی په عقیده دا د خدای له مفهوم سره نه ښايي، چې په دومره سترو کایناتو کې دې له انسان سره پر عبادت لانجه جوړه کړي او بیا یې دې جهمنم ته واچوي، د دوی په باور د دین له ادرسه پر خدای عقیده لرل د خدای سپکاوی دی، یانې خدای دومره وړوکی مفهوم نه دی، چې د دومره لویۍ، پوهې او قدرت سره دې انسان ابداً د جهنم په نوم کنده کې واچوي، د دوی په عقیده خدای د انسان له تصوره هم ستر دی او نه هم خدای د انسان په وړو کیسو کې کار لري، هغه د بې حسابه کهکشانونو او نظامونو پر اداره کولو مصروف دی. د سپنوزوا خدای بېل مهم بحث دی، دلته یې نور نه غځوم.

د خدای په اړه انسانان زرګونه تصورات لري، دا بحث بېخي ډېر پراخ ډېر پېچلی او ډېر سخت بحث دی. دا بحث چې مختص شي، له نورو ایډیالوژیو او عقایدو تېر، راځو زموږ دین اسلام ته؛ ګني په اسلام کې هم مسلمانان د خدای په اړه یو واحد تصور نه لري، مانا بیا هم د خدای بحث پراخېږي؛ متعذله وايي خدای او قوانین یې چې دیني متن سم راونه پېژني، باید د عقل پر بنیاد وپېژندل شي. قدریه وايي، هر شی مخکې له مخکې انسان ته ندي لیکل شوي، د دوی په عقیده، خدای پر یوه پېښه نه پوهېږي، خو کله چې پېښه شي، بیا ورباندې پوهېږي. صوفیان وايي، موږ له خدای رابېل شوي یو، موږ د خدای جز یو بېرته به له خدای سره یو ځای کېږو. وهابیان وايي خدای پر عرش استوا کړې. زموږ ملایان وايي، وهابیان پدې برخه کې خطرناکه عقیده لري، ځکه چې که خدای پر عرش استوا کړې وي، نو خدای مجسم شو، د خدای د تجسم عقیده کفر دی. تبلغیان وايي، هېڅ نه کېږي، مګر هر څه له خدایه کېږي، پر دې عقیده هم د اسلامي څېړونکو نقد شته، آن شرک یې بولي.

له دې اختلاف هدف دا دی، چې د خدای په اړه واحد تصور نشته او واحد تصور ناممکن دی، حتی دوه عام انسانان چې له موږ او تاسو سره عقیدوي مشترکات لري، یو د خدای په اړه تصور لري، چې خورا مهربان دی، ګناهونه کوي او پر دې نظر دی، چې حتمن یې خدای ورته بښي، مطلب عملي ژوند کې یې دین نشته، بل د خدای په اړه تصور لري، چې قهار دی او سخت نیونکی دی، ځکه د خدای له وېرې نور انسانان هم وژني.

دا چې موږ ادعا لرو، د خدای په اړه واحد تصور نشته، ملایان به ووايي، چې څه قرآن کریم کې راغلي دي همغه تصور د خدای په اړه سم دی. دوی ته باید ووایو، چې یادې ډلې ټپلې چې د خدای په اړه څو بعدي تصور لري، له قرآن استدلال کوي.

د خدای په اړه دینې تنبیه بحث: 

په دیني متن کې یوه کیسه راځي، مهم نده، چې کیسه مستنده ده که نه ده، هدف یې پیغام دی. یو سړي به د کفنونو غلا کوله، کله به چې مړی خښ شو، د شپې به ده رالوڅ کړ، کفن به یې ورنه وه ایست او بېرته به یې خښ کړ، روایات وايي دې کفن‌‌کښ یو وخت د یوې پېغلې قبر رالوڅ کړی او له نجلۍ یې کفن ایستلی، خوښه شوې یې ده، په مړو یې زنا ورسره کړې ده. 

کفن‌کښ پېښمانه کېږي، د وجدان پر تکلیف اخته کېږي، د خدای رسول ته راځي، کیسه ورته کوي او وايي، چې له خدایه نا امیده یم، د بښنې وړ نه یم، د خدای رسول مخ ورنه ګرځوي او ورته وايي، لاړ شه یوه دښته کې څلوېښت شپې توبه وباسه خدای به یې قبوله کړي. کفن‌کښ ځي څلوېښت شپې خدای ته په دښته کې پر سجده پرېوځي، ژړاوې او انګولاوې دي. خدای ته وايي، چې یاخدایه! زه خو یم غرق دوزخي او پوهېږم چې هلته ډېر شدید عذاب دی، خو ما دومره لوی کړه، دومره مې وجود ستر کړه، چې ټول جهم پر ما ډګ شي او نور انسانانو ته ځای پاتې نه شي. یا همدا اوس یو اور راولېږه او ټول وجود مې وسوځوه. کس ته غیبي غږ کېږي، چې ګواکي توبه دې قبوله شوې. د خدای رسول ته راځي، هغه ورته وايي، ستا د نیت له مخې خدای تاته ټول ګناهونه معاف کړل.

یوازې دغه کیسه نده، نور هم پدې اړه نقل قولونه شته دي، چې ځینې صوفیانو، پرهیزګارانو او لیکوالو ویلي وي، چې کاش د دوی وجود دومره ستر شوی وای، چې جهنم کې بل څوک نه وای ورسره ځای شوي.

زه اووم ټولګي کې وم، د خدای پر وړاندې مسوول نه وم، عبادت راباندې فرض نه و، د جهنم په اړه به چې تصور راغی، ځان سره به مې ویل، کاش چې هېڅ انسان کافر نه وای، څومره سخت دی جهنم، تر ټولو به ډېر دې ته ځورېدم، چې تل تر تله هلته د یو چا سوځېدل بېخي سخت دي، دومره چې انسان یې په اړه فکر نه‌شي کولی. کله کله به فکر ته راغله، چې دا خو ظلم دی یو انسان چې ۷۰ کاله ګناه وکړي؛ خو میلیاردونه ملیاردونه کاله به یې خدای په جهنم کې سوځوي. ذهن به ټکان وکړ، تېره به شوه، نعوذ باالله نو خدای ظالم دی؛ خو د عقل نا ارادي فیصله به دا وه، چې دا ظلم دی. ډېر سخت به ناقرار وم، ځان به راته پدې ډول شک او شبه جهنمي وه اېسده، که څه هم پدې پوهېدم، چې بالغ نشي یو څوک خدای یې نه نیسي، خو سخت به اندېښمن وم.

دا یوازې زما ستونزه نه وه، دا د ټولو انسانانو مشترکه عاطفه ده، میلیونونو انسانانو به داسې فکر کړی وی، ځکه پدې اړه مې وروسته ډېر ځایه پوښتنه لیدلي، چې مطرح شوې، که خدای عادل دی، نو بیا یو انسان ته چې ۷۰ کاله یې ګناه کړې ولې میلیاردونه کاله سزا ورکوي؟ یا میلیاردونه نه، تل تر تله، چې تصور یې آن ناممکن دی.

ایا خدای د انسان له تعذیب نعوذ بالله خوند اخلي؟ که نعوذباالله خدای پاک په جهنم کې د انسان له سووځولو خوند نه اخلي، نو ولې میلیاردونه انسانان جهنم ته ځي؟

د دیني متن له مخې چې محاسبه وکړې، کوم انسانان چې مړه شوي دي، سره لدې چې پیغمبران هم ښه ډېر راغلي دي، خو اکثریت انسانان کفار مړه شوي دي. په اوسنۍ نړۍ کې اته میلیارده انسانان ژوند کوي، پدې کې یو نیم میلیارد مسلمانان دي، پدې یو نیم میلیارد کې سني هم راځي، صوفي هم، شعیه هم داعش هم، ټالب هم، پاکیستان او هند کې میلونونه خرافاتي صوفیان هم، ته هم پکې راځې، زه هم، آریانا سعید هم. د قراني ارشاداتو له مخې چې دقیقه محاسبه وکړې، پدې یو نیم میلیارد کې منیکه پنځوس میلیونه جنت ته لاړ شي.

د نفوس د عمومي دقیق اټکل له مخې ۹۹ عیشاریه څو سلنه انسانان ټول جهنم ته ځي، خدای پاک خو غیب علم لري، په دومره لویه کچه انسانان چې جهنم ته ځي، خو هېڅ به یې نه پیدا کول.

ایا کیسه همداسې ده، کنه خدای پاک بېشکه دغسې ندی، څنګه چې موږ په دیني کانټېکس کې پېژندلی دی، دیني متن یوازې د خدای په اړه له ګمراه کوونکي تصوره موږ او تاسو ژغوري، نور خدای له دیني متن هم ماورا دی.

د خدای د ستاینو په اړه به مو دا شعر لیدلی وي، که ونې قلمونه شي، رنګ سمندرونه شي، دښتې کاغذونه شي، ستا صفت به خلاص نه شي؛ یا به مو ورته دیني متن کې څه لیدلي وي؛ هدف دا دی، څه چې دیني متن راته وايي، دا ټول د خدای صفات نه دي، ځکه خدای دومره ستر دی، چې ناممکنه ده یو کتاب کې یې صفات ولیکل شي؛ ځکه خو خدای له دیني کانټېکس ماروا دی. 

دا د دیني تنبیه د تشریح لپاره مقدماتي بحث و، د بحث سټرکچر لاندې پراګرافونه تشکیولوې؛ ښه خدای چې دومره مهربانه دی، ستر دی؛ نو بیا قرآن کې ولې هر ځای انسانان د جهنم پر تعذیب ویروي، وايي، چې دا اور حاویه دی، شدید دی، ذقوم دي خوړل کېږي به، خالدین فیها او نور ډېر دغسې آیتونه شته دي، چې انسان له جهنمه ویروي.

ایا خدای ریښتیا ټول انسانان په جهنم کې همداسې سوځوي څنګه چې وايي؟ د دې معما د حل لپاره په دین کې د تنبیه بحث خورا مرسته راسره کوي، چې پر دین نرم او د خدای له صفاتو سره سم باور ولرو.

تنبیه آګاهۍ، بیدارۍ او هېښولو ته وايي، د تنبیه دیني تیوري راته وايي، چې خدای انسان ویښوي او له عذاب یې ویروي، اصلي هدف د انسان روزنه ده، نه د انسان تعذیبول. قرآن وايي، چې اې پیامبره! ته بشیراً و نذيراً یې، یانې خدای پاک هم واضح خپل پیامبر ته فرمايي، چې خلک وویروه، ترڅو ګناهونه ونه کړي. د قرآن اصلي هدف ښه انساني تربیت دی، نه دا چې خدای انسان د تعذیب لپاره پیدا کړی دی، خدای پاک چې قرآن کې انسان په کومو کلماتو او الفاظو ویرولی دی، هدف یوازې د انسان خبرول او هېښول دي، نه دا چې خدای پاک به حتمن یو انسان د پایڅو په ښکته کولو جهنم ته غوروځوي، یا به حتمن خدای یوه ښځه چې سر یې لوڅ وي په ویښتانو راځړوي. یا به پر یو لمانځه قصدي قضا کولو حتمن خدای انسان اویا زره کاله په جهنم کې سوځوي، د خدای په اړه دا غیرعقلاني تصور دی.

یوه پوښتنه چې له هرچا سره ده هغه دا چې یو انسان د اسلام په اړه نه پوهېږي، مطالعه یې نده پکې کړې، نه پر اسلامي مطالعه وربرابر شوی، عادي ژوند پر مخ بیايي، خو پر بل دین دی؛ نور په تمامه مانا ښه انسان دی، غلا نه کوي، جنسي تېری نه کوي، ظلم نه کوي، بس ښه انسان دی؛ خو صرف مسلمانان نه دی، مانا کافر دی؛ نو ایا هغه به هم په جهنم کې تل تر تله سوځېږي؟

دا سوال مې درې کاله مخکې له یو معاصر دیني عالم سره مطرح کړ، هغه صرف یو آیت شریف راولېږلو، مفهم یې داسې وو، خدای له هغه چاسره عدالت کوي، چې نه پوهېږي.

ما ورته کړل، وضاحت راکړه، پوه نشوم، راته وايي، عدالت کې له چاسره ظلم نه کېږي، ما ویل څنګه؟ ویل یې دا عقیده سمه نه ده، چې ټول غیرمسلمانان به جهنم ته ځي. نور وضاحت یې رانکړ، خو ما خبره واخیسته.

چې داسې ده، نو په جهنم کې به څوک سوځېږي، ایا هېټلر غوندې انسانان د دې وړ نه دي، چې د لکونو انسانانو سزا دې وګالي؟ د دین د تنبیه تیوري وايي، چې ظالمان او قاتلین به جهنم کې خدای وسوځوي، هغه هم پداسې ډول، چې خپله سزا وګالي. نور جهنم کې ژوند داسې ندی، څنګه چې موږ ته رامعرفي شوی دی، نه هم عقل سره سازش کوي. نه هم د امتحان په نوم انسان د دې لپاره پیدا دی، چې خدای یې دې جهنم کې وسوځوي، د ټولو بې ضرره یا عامو انسانانو د برخلیک په اړه ښکلی تصور ولرئ. له انسان سره د دین په نوم کرکه له خدای سره دښمني ده، ټول ښه انسانان وروسته له مرګ سم ځای ته ځي.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ورور هارون جان سمون صاحب ته د پورته فلسفي ليکنې لپاره احترام.
    زما په فکر ، مسلمانان (زه ټولو پیغمبرانو له آدم ع. نه تر محمد ص.ا.س. او د دوی پیروانو ته او بیا مخصوصاََ ابراهم ع.ص.س. نه را په دیخوا ټولو ته مسلمانان وایم : ان الدین عند الله الاسلام !، او : ان ابراهیم کان حنیفاََ مسلماََ … و هو سمماکم المسلمين ۰ … )
    لا تر اوسه ستا خبره له یونيم بلیون څخه ډېري ېې د کريم قرآن په معنی ، تفسير او مآل شريف نه پوهېږي . چړیان، طالبان، ملا ، داعش ،وهابیان، طريقتيان اکثره اونور …. صرف له اجدادو، یا له ملایانو تر اوریدلو مسلمان دي . کله چې د شخصې ګټو، شخصیت باندې خبرې، یا د اوامرو او نواهیو بحثونه راشي ځانونه ناګاره واچوي >> همهاغه دی چې د جني او انسي شیطانانو ( د ابلیس د اولادې) د وسواسونو او فریبونو ښکار کیږي .
    نو همدغه باريکئ الله ج. د کریم قرآن په هر سورت کې ذکر کړي او اصلي هدف یا غایه د آدم او د بني آدم له خلقت نه ېې د الله پر یو والي ایمان او بیا ښه کارونه ، ښې خبرې ، ښه سوچونه کوونکي به جنتونو ته ؛او سيءآت عمل کوونکي مشرکین او مشرکات به جهنمونو ته ورلېږي سره د ابليسانو ابلیساتو!!!. او د ټولو انبیآوو په خولو او صhيفو او کتابونو ېې واضح رالېږلي دي.
    وبخښئ زه پوره ديني عالم نه یم خو مطالعه ډېره کوءم. که کومه سهو خطآ شوې وي عفوء غواړم.
    بله خبر، که د رياضیاتو په حساب او فلسفې هم د دنیا شیانو ته وګورو هر شي کښې صفر، مثبت او منفي اړخونه شتون لري . دا هم د الله ج. د خلقت د اسرارو له جملې یو دی چې ملاېک، انسان یا آدم او بني آدمان —جنيان ،ابلیس او شیطانان ېې پیدا کړي دي د څه د پاره؟؟؟.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب