دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهنیویارک ټایمز: امریکا اوس هم په افغانستان کې ۱۰۰۰ اضافي عسکر لري

نیویارک ټایمز: امریکا اوس هم په افغانستان کې ۱۰۰۰ اضافي عسکر لري

تاند(دوشنبه، د حوت ۲۵) د امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ امریکا وایي چې دوی په افغانستان کې ۲۵۰۰ عسکر لري خو په حقیقت کې دغه شمېره ۳۵۰۰ ته رسېږي.

ورځپاڼه وایي چې دا ۱۰۰۰ تنه اضافي امریکایي عسکر د سي ای اې او نورو استخباراتي ادارو ځانګړي سرتېري دي چې په خاصو عملیاتو او هوایي بریدونو کې دنده ترسره کوي.

ورځپاڼې زیاته کړې، د امریکا لپاره دا معمول ده چې تر حقیقي شمېري په نورو هېوادونو کې د خپلو سرتېرو شمېره کمه ښيي.

ورځپاڼه همدا راز زیاتوي چې دغه سرتېري تر ډېره د افغان ځواکونو د ملاتړ او د اړتیا پر مهال د هوايي برید دنده لري خو په ځينو مواردو کې یې دغه دنده نه ده ترسره کړې او د افغان حکومت د هوایي مرستې غوښتنه یې نه ده منلې.

سرچینې ته بیا د نظامي چارو شنونکو ویلي چې امریکا د خپلو ګټو د ساتلو لپاره اړ ده چې په افغانستان کې یو شمېر سرتېري ولري او یا د خپلو موخو لپاره د شته سرتېرو رښتینی شمېر له رسنیو پټ کړي.

په ورته وخت کې د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کېنټ مکینزي په خپله تازه مرکه کې ویلي که د افغانستان مسئله له دیپلوماتیکو لارو حل نه شي او یا یو توافق رامنځ ته نه شي، خو امریکایي عسکر له افغانستان ووځي، نو ښايي په دغه هېواد کې خونړۍ جګړه پيل شي.

هغه زیاتوي، که د بایډن اداره سیاسي توافق ته و نه رسېږي طالبان به د حکومت د نیولو او حکومت به د ځان د ساتلو لپاره جګړه کوي.

بلخوا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم ویلي چې باید له افغان ځواکونو د امریکا ملاتړ دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب