جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپکتیا کې د واوري ښوېدنې له امله ۲۵ طالبان وژل شوي

پکتیا کې د واوري ښوېدنې له امله ۲۵ طالبان وژل شوي

تاند(دوشنبه، د حوت ۲۵) پکتیا کې سیمه‌یيزې سرچینې وایي، د دغه ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د واورې ښوېدو پېښه کې ۲۵ طالبانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پکتیا د پولیسو ویاند محمدلعل امیري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دغه پېښه تېره شپه ناوخته د ځاځي اریوب ولسوالۍ په تنګي زغني سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، دغه طالبان هغه مهال تر واورو لاندې شول چې غوښتل یې له پاکستان د تنګي زغني سیمې له لارې افغانستان ته راشي، هغه زیاته کړه په وژل شويو کسانو کې پاکستاني وګړي هم شامل دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

دا په داسې حال کې دی چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پکتیا ولایت ډېری سیمو کې اورښتونه روان دي، تردې وړاندي د هوا پېژندنې ادارې ویلي و چې د هېواد په دېرش ولایتونو کې د سختو اورښتونو امکان شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب