یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeروغتیاهغه سهارني خواړه چې د خیټې د درد او خوب لامل کېږي

هغه سهارني خواړه چې د خیټې د درد او خوب لامل کېږي

تاند ( چهارشنبه، د کب ۱۳ ) د خوړو متخصصین وایي، ځینې داسې خواړه هم شته چې که سهارنۍ کې په دوامداره توګه هره ورځ وخوړل شي، روغتيا ته ډېر زیان رسولای شي.

سپوتنیک سره په خبرو کې د خوړو یوې متخصصې، مېرمن النا سولوماتینا د بېلګې په توګه د ځينو هغو خوړو نومونه بیان کړي چې په وینا یې د سبا ناري په توګه اوږدمهاله خوراک یې روغتيا ته زیان رسولای شي.

د خوړو دغې متخصصې ویلي چې فېرني او شوله د کاربوهايډرېټو غوره سرچینه ده او د وينې د قند کچه لوړوي، يعني په خوړو یې د ګليسمي سطحه لوړېږي.

دا حقیقت دی چې معمولاً موږ غواړو په چټکتیا سره خواړه وخورو او وروسته بیا په کاري ساعتونو کې له‌ خپلې دغې کړنې څخه رنځېږو، خوب مو وړي او د لوږې احساس کوو، د دې ټولو لامل په سباناري کې د حبوباتو خوړل دي، خو د تغذيې متخصصه وايي چې که په سبا ناري کې سبوس لرونکي خواړه وخوړل شي، ستونزه نه لري.

سولوماتینا په وینا، له حبوباتو او غلو دانو سره نور خواړه مه يو ځای کوئ، د بېلګې په توګه د غنمو له ډوډۍ سره مربا مه يو ځای کوئ ځکه چې دغه ترکیب په معده کې د کاربوهايډرېټو د زیاتېدو لامل کېږي.

نوموړې دغه راز زیاتوي، کله مو چې له مېوې نه اوبه وویستلې سمدلاسه یې په سباناري کې مه څښئ.

مېرمن سولوماتینا خبرداری ورکړ چې کېدای شي د هغو اوبو سمدلاسه څښل چې له مېوې نه ترلاسه شوي وي، خطرناک وي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې په تشه معده وڅښل شي.

د سولوماتینا په وينا، د دغو محصولاتو زیانونه عمر او ژوند بڼې پورې تړاو لري.

هغې ټینګار وکړ چې که دا ډول سباناری يو يا دوه ځلې وخوړل شي روغتیا ته هېڅ زیان نه رسوي، خو که چېرې په منظمه بڼه هره ورځ وخوړل شي روغتيا ته به ډېر زیان ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب